کورني خبرونه

سږ کال به د ناکاره برېښنایي توکو امبار وي

 افغانستان افغانستان

د چین له لوی دېوال هم ډېر وزن ولري څېړونکي اټکل کوي چې په ۲۰۲۱ کال کې د ټولې نړۍ په کچه به د ناکاره یا  غورځول شویو

برېښنایي تولیداتو امبار ۵۷ میلیونه ټنه وزن ولري دا په دې معنا ده چې دا ډېران به د چین له لوی دېوال هم،چې د نړۍ په سطحه تر ټولو ډېر وزن لرونکی ساختمان دی، ډېر دروند وي.‌

په دې توکو کې موبایل تیلیفونونه، یخچالونه، بریښنایي چاینکې، لوی او واړه تلویزیونونه، د لوبو توکي او د ورزش سامان شامل دي.

دا څېړنه د نړیوالو کارپوهانو هغې ډلې ترسره کړې چې په نړۍ کې د ضایع شویو یا له کاره لوېدلیو برېښنایي توکو پر ستونزه کار کوي

دوی وایي په ټوله نړۍ کې د هغو برېښنایي توکو مجموعي بیه ډیره  لوړه ده چې  غورځول شوي او کار ترې نه اخیستل کېږي.

د نړیوال اقتصادي فورم د ۲۰۱۹ په یوه رپوټ کې ویل شوي وو هر کال په ټوله نړۍ کې د څه باندې ۶۲ میلیارده ډالرو په ارزښت برېښنایي توکي  غورځول کېږي

article 20

دا د نړۍ د ګڼو هېوادونو د خالصو کورنیو عایداتو پرتله هم ډېرې پیسې دي چې هر کال په یو ډول ضایع کېږي څېړونکي وایي، ضایع شویو برېښنایي توکو وزن د نړۍ په کچه هر کال دوه میلیونه ټنه زیاتېږي دوی اټکل کوي چې له دې ډلې یوازې شل سلنه توکي راټولېږي ریسایکل یا وېلې کېږي او بېرته په نوې شکل کارول کېږي د دې څېړنډلې مشر پاسکال لېروی وایي په دې نړیواله ستونزه کې د برېښنایي توکو تولیدوونکي شرکتونه هم کهکه ونډه لري ښاغلی زیاتوی چی شرکتونه نن سبا هم داسې برېښنایي توکي تولیدوي چې د کارولو عمر یې لنډ او د خرابېدو په صورت کې یې د بیا جوړونې احتمال کم وي.

ا هم ولولئ | افغانستان کې د بشر ضد جنایتونو په اړه د ملګري ملتونه څیړنه

ښاغلی لېروی د بېلګې په توګه د ځیرکو تیلیفونونو کارېدنې ته اشاره کوي او وایي مارکېټ ته د نوي موبایل راتلو سره ګڼ کسان زوړ موبایل ایسته غورځوي بله ستونزه دا ده چې د دې توکو کاروونکي یې ریسایکل یا وېلې کولو ته هم زړه نه ښه کوي په ۲۰۱۹ کال کې ترسره شوې یوې څېړنې وموندله چې

یوازې په بریتانیا کې ۴۰ میلیونه ناکاره یا غورځول شوي موبایلونه، ټابلېټونه او نور برېښنایي توکي په کورونو کې پراته دي په دې توکو کې ځینې کمیابه معدنیات هم کارول کېږي، او کله چې پخواني توکي ایسته غورځول کېږي، د نویو هغو د جوړولو لپاره لا ډېرو معادنیانو او ځمکه  کیندنې ته اړتیا وي په دې کمیابو معادنیانو کې ګېلیم، آرسېنېک، سپین زر، انډیم، وایټریم، او ټانټالم د یادونې وړ دي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button