افغانستاناقتصاد او سوداګري

سږ کال به له کندهاره د انارو ۲۴۷ زره ټنه حاصل ترلاسه شي

اړوند خبرونه:

د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج

شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي

ځايي مسوولان وايي، د کندهار انارو څخه به سږکال ۲۴۷ زره ټنه حاصل ترلاسه شي

کندهار کې د طالبانو د کرنې ریاست ویاند رسنیو ته ویلي، چې سږکال به د دغه ولایت انار شاوخوا ۲۷۴ زره ټُنه د انارو حاصل ولري.

د یاد ریاست ویاند محمدحنیف حقمل زیاته کړې چې، دا حاصلات د ارغنداب، ارغستان، شاولیکوټ، خاکریز، زېړۍ، پنجوایي، معروف، ډنډ، دامان او میانیشین ولسوالیو ترلاسه کېږي.

د حقمل د مالوماتو پر اساس په یادو ولسوالیو کې پر شاوخوا ۱۵زره هکټاره ځمکه د انارو بڼوڼه موجود دي.

نوموړی زیاتوي چې د ارغنداب او ارغستان انار په نړیوالو بازارونو کې ځانګړي غوښتونکي او د ښه کیفیت له امله ځانګړی نوم لري.

د هغه په وینا، سږکال د افتونو او ناروغیو اغېزې لږې وې نو له همدې امله حاصلات ښه شوي.

بل لورته بیا بڼوال د حاصلاتو په راټولولو، بسته‌بندۍ او نورو برخو کې د طالبانو د کرنې له ریاسته د لا ډېرو مرستو غوښتنه کوي.

دوی وایي سږکال انار له ناروغیو پاک او کیفیت یې د نورو کلونو په پرتله ډېر ښه دی.

کندهاري انار د نورو هېوادونو ترڅنګ په داخل د افغانستان کې هم ښه نوم او زیات مینه وال لري.

د دې مېوې له رسېدو سره سم د هېواد له ګوټ ګوټ خلک دغه ولایت ته د انارو د خوراک لپاره ورځي او یا له هغه ولایته انار غواړي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button