کورني خبرونه

سیګار د ولسمشر محمد اشرف غني د ۱۶۹ میلیونو ډالرو د وړلو تورونه څيړنه پیلوي

 افغانستان افغانستان

د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې اداره (سیګار) وایي، د هغو رپوټونو په باره څیړنه کوي چې ګواکې د افغانستان  ولسمشر محمد اشرف غني له کابله د وتلو پر مهال له ځان سره ۱۶۹ میلیونه ډالر وړي دي..

د سیګار رئیس جان سوپکو چارشنبه د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو جرګی ته وویل تر دې دمه دا یوازې یو تور دیخوا دوی یې په باره  پلټنې کوي نوموړي وویل د امریکایي کانګرس د حکومتي اصلاحاتو او څارنې کمیټی غوښتنه کړې چې د دې قضیې په باره څیړنه وکړي خو دا واضح نه کړه چې ایا پخپله له ولسمشر غني نه به هم مخامخ پلټنې کېږي او که نه .ښاغلي سوپکو تور ولګاوه چې د ښاغلي غني ټوله اداره فساد کې ښکېله وه او کاري وړتیا یې نه درلوده.

محمد اشرف غني,سیګار,افغانستان,تورونه

او همدا یې د حکومت د سقوط یو لامل شو. څو ورځې وروسته د متحده عربي اماراتو حکومت اعلان وکړ چې ښاغلي غني او د هغه کورنۍ ته یې د بشر دوستۍ پر اساس هرکلی کړی او نوموړی تر اوسه هملته مېشت دی. دکابل نه تر وتلو وروسته ښاغلي غني په یوه ویډیویي پیغام کې هغه تورونه رد کړل چې ګواکې له ځان سره یې میلیونونه ډالر وړي دي، زیاته یی کړه ملګري ملتونه یا کومه بله خپلواکه اداره کولی شي چې په دې اړه ښکاره څیړنی  وکړي او دی به ورسره بشپړه مرسته کوي

دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک کوي

. د سیګار مشر چارشنبه د کانګرس جرګۍ ته افغانستان کې د امریکا د شل کلن ماموریت په اړه تفصیلی خبرې وکړې. نوموړي خپلو خبرو کې بیا بیا د افغانستان حکومت په چوکاټ او همدا راز نړیوالو  ادارو کې د اداري فساد او د څارنې نشتون ته اعشاره  وکړه جان سوپکو تور ولګاوه چې پرځول شوي ولسمشر محمد اشرف غني د فساد د مخنیوي لړ کې خپله یوه ژمنه هم پوره نه کړه. د سیګار مشر همدا راز ومنله چې امریکا د افغانستان سیاسي چاپېریال او کلتوري نزاکتونو سره بلده نه وه. ‌

د ده په وینا زیاتی هغه پروژې چې د جګړې د کمولو لپاره شروع  شوې وې، د دې لامل شوې چې جګړه نوره هم زیاته شوه نوموړي همدا راز پر نړیوالو مرستندویه ادارو هم انتقاد وکړه او تور یې ولګاوه چې دې ادارو له افغان حکومت سره د خپلو مرستو په اړه سیګار سره هېڅ معلومات نه شریکول.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button