سیمه ییز خبرونه

شاه محمود قریشي: افغانستان کې سوله دپاکستان په ګټه ده

افغانستان کې سوله دپاکستان په ګټه ده د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له مشر ډاکټر عبدالله عبدالله سره چې پرون په رسمي سفر اسلام اباد ته تللی، ملاقات کې ویلي چې افغانستان کې سوله پاکستان په ګټه ده او داداسې معنا لري لکه پاکستان کې چې سوله وشي.

ښاغلی قریشي ویلي د سولې خپلمنځي مذاکرات تاریخي دي او باید له په لاس راغلي فرصت سمه ګټه پورته شي، هغه وایي طالبانو سره یې هم په همدې تالار کې چې له عبدالله عبدالله سره ګوري، ملاقات کړی ، ورته یې ویلي چې جنګ ګټوونکی نه لري او د افغانستان سوله د خبرو او جوړ جاړي له لارې امکان لري باید د خبرو له لارې حل شي تر څو افغانان خپل ژوند په سمه توګه مخې ته یوسي اوهر وګړی دا احساس وکړي چې افغانستان اوس د سولې ارامش هېواد دی.

د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله بیا له شاه محمود قریشي سره ملاقات کې وویل، چې پاکستان ته دا ځل په بدلې روحیې سره راغلی، عبدالله د پاکستان له لومړي وزیر په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کموالي او اوربند په تړاو له کوششونو قدردانی وکړو او ویې ویل که په لاس راغلي فرصت نه په سمه توګه ګټنه وانه خیستل شي یو بل لوی بحران ته به لار هواره شي.اړو افغانستان به یو وار بیا دبد بختیو سره مخ شی. نو ښه دا ده چې شته فرصت ضایع نه کړو.او افغانستان کې دایمي سوله قایم کړو.

ښاغلي عبدالله عبدالله د پاکستان له حکومت مننه وکړه، چې طالبان یې د افغانانو خپل منځي خبرو ته وهڅول، خو ویې ویل مذاکرات چټک روان دي او له بده مرغه د تاوتریخوالي کچه لا پسې زیاتیږي چې دا به د سولې بهیر ته لویه ضربه ورسوي.هغه ویلي چې باید د تاوتریخوالي کچه کمه شي او د سولې مزاکرات د امن فضا کې وشي دا به دېره ښه وي.

عبدالله عبدالله پاکستاني چارواکو سره شوي ملاقات کې ورته وویل چې ترهګري د سیمې ټولو هېوادونو ته یو ګواښ دی او په افغانستان کې د یوې سر تا سري سولې ټینګښت بې له شکه چې د سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی.باید د سیمې هېوادونه افغان سولې ته کار وکړي اوخپل پوره پوره ملاتړ ورڅخه وکړي. تر د سیمې هېوادونو کې هم امن پاتې شي

شاغلي عبدالله له پاکستاني چارواکو سره تر ملاقات وروسته د پاکستان بهرنیو چارو وزارت کې یو نیالګی هم کېناوه.د ښاغلي عبدالله د لیدنو مهالوېش کې پلان شوې چې نوموړی به سبا د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره ملاقات او بیا به د پاکستان پوځ له لوی درستیز قمر جاود باجوه سره په راولپنډۍ کې د نوموړي په دفتر کې لیدنه تر سره کړي.

تر دې وړاندې چې کله ولسمشرغني پاکستان ته د سفر پر مهال جې ایچ کیو ته تللی وو، د عامو افغانانو له تندو غبرګونونو سره مخ شو.خو اوسمهال د ملاقاتونو د مهالویش پر بنسټ به عبدالله عبدالله د پاکستان د فوځ مشر سره په راولپنډی کې ګوري بلخوا بیا د مصالحې شورا سر چینی وايي چې نوموړی به راوپنډی کې د لوی درستیز سره نه ګوري.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button