لوبې خبرونه

شل اوریز نړیوال جام کی اسټرلیا لوبډلی پاکستان ته نیم پایلوبی کی ماتی ورکړه

 متحده عربي امارات  متحده عربي امارات

کرېکټ نړیوال جام کی  اسټرالیا لوبډلی  پاکستان ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لار  پیدا کړه له د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام سیالیو په بهیر کې د پاکستان او اسټرالیا لوبډلې تر منځ په دویمه نیمه پایلوبه کې اسټرالیا پاکستان ته په پنځو لوبغاړو  ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسیده.                                                           

د یکشنبې پر ورځ به اسټرالیا له نیوزیلنډ سره پایلوبه کې سیالي پیل  کوي. د پاکستان او اسټرالیا تر منځ د لوبې پچه اسټرالیا وګټله او لومړی یې پاکستان ته د توپوهنې بلنه ورکړه . پاکستان د ټولو شل اوورونو له لوبې وروسته ۴ لوبغاړي سوځیدو سره  ۱۷۶ منډې یې وکړې او اسټرالیا ته یې د ۱۷۷منډو هدف وټاکل. د اسټرالیا وېکټ ساتونکی ماتهیو ویډ د دې لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو، چې ۴۱ ناسوځېدلې منډې یې وکړې. ماتهیو ویډ داسې مهال  کې د لوبې ډګر ته راغی چې د اسټرالیا ټولټال منډو شمېر ۹۶ و او د بریا لپاره له ۴۶

دا هم ولولئ | د کرېکټ نړیوال جام: انګلستان او استرالیا نیمه پایلوبې ته ورسېدل

توپونو باید

۸۱ منډې ترلاسه شوې وای. نوموړي له یواځی  ۱۷ توپونو ۴۱ منډې  کړې او د پاکستان چټک توپ اچوونکي شاهین شاه اپرېدي په یوه اوور کې یې په دریو پرلپسې شپږیزو سره د لوبې وضعیت بدل کړ د پاکستان له لوري محمد رضوان تر ټولو ډېرې ۶۷، بابر اعظم ۳۹ او فخر الزمان ۵۵ منډې وکړې. د اسټرالیا له لوري میچل سټارک دوې، اډم زامپا او پاټ کیومینز یوه  یو یو لوبغاړی سوځولی. د اسټرالیا له لوري بیا ډېویډ وارنر ۴۹، میچل مارش ۲۸، مارکیوس سټواینز ۴۰ او ماتهیو ویډ ۴۱ دواړه ناسوځېدلي منډې وکړې.

د پاکستان له لوري تر اوسه شاداب خان تر تر ټولو ډېر څلور لوبغاړی سوځولی. شاهین شاه اپریدي یو لوبغاړی سوځولی. پاکستان له دې وړاندې په ۲۰۰۹ کال کې د شل اوریز کرېکټ نړیوال جام ګټلی خو اسټرالیا تر اوسه دا ویاړ نه دی ترلاسه کړی .

یاده دې وي چې نیو زیلنډ د چارشنبې پر ورځ د دې سیالیو لومړۍ نیمه پایلوبه یا سیمي فاینل کې انګلنډ ته په یوه سخته لوبه کې په ۵ وېکټو ماتې ورکړې وه . اسټرلیا او نیوزلینډ د شل اوریز پایلوبی ته ووت او را روانه سیالی به د اسټرلیا او نیوزلینډ  تر منځ وی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button