سیمه ییز خبرونه

شمالي وزیرستان کې پر پوځیانو موټر بم برید شوی

په دې موټر بم برید کې اتو پوځیانو او ۵ ولسي وګرو ته مرګ ژوبله اوښتي ده

پر پاکستاني پوځیانو دغه برید داسې مهال شوی چې دوی د خلکو د موټرو پلټنه یا تلاشي کوله. دوی دغه برید ډېر سخت ویرولي او د سرچینو په وینا هماغه دم یې سیمه پریښي ده.

د شمالي وزیرستان میرعلي ولسوالۍ په مچي خیلو سیمه کې تېره ورځ ناوخته (د مرغومي ۲۵مه) د پاکستاني پوځ په یوه چیک پوسټ د موټربم بريد شوی چې له امله یې دوه پوځيان وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. په دغه پیښه کې ورڅېرمه پنځه تنه ولسي وګړي هم ټپیان شوي دي.

رسمي سرچینو تر اوسه څه نه دي ویلي

پاکستاني پوځ او چارواکو تر اوسه پورې د دغه برید په اړه جزیات نه دي ورکړي.

په سیمه کې ازاد خبریال لال وزیر وايي، دغه ځانمرګی برید هغه مهال شوی چې پاکستاني پوځيانو په دغه سیمه کې د ګاډو پلټنه کوله.

د برید مسوولیت د حافظ ګل بهادر ډلې په غاړه اخیستې او دعوه یې کړې چې لسګونو پاکستاني پوځیانو ته یې مرګژوبله اوړولې ده.

نور ولولئ: خیبر پښتونخوا: پر پاکستاني پوځ ځانمرګي برید ۹ پوځیان وژلي دي

نور ولولئ: کراچۍ کې د پولیسو مشر له یوه کوره دوه میلیارده روپۍ او سره زر غلا کړي

نور ولولئ: شمالي وزیرستان کې ۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي

دا په تیرو څو میاشتو کې څلورم ځانمرګی برید چې په وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو ترسره کیږي.

د یوه بل خبر له مخې نن سه شنبه (د مرغومي ۲۶مه) د سوېلي وزیرستان په اعظم ورسک سیمه کې د یوه قومي مشر راز محمد پر موټر د سړک غاړې بم چاودنه شوې چې دغه مشر پکې ټپي شوی.

pak attack1
انځور؛ د وژل شوو پاکستاني پوځیانو جنازې چې ددوی عسکر یې اوچتوي.

په پاکستان کې بل شوی اور

دغه قومي مشر په ټپي حالت کې نږدې یوه روغتون ته لیږدول شوی او د روغتیايي حالت په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.

ویل کیږي راز محمد هغه قومي مشر دی چې په ۲۰۱۴ کال کې یې له پاکستاني پوځ سره په ګډه په وزیرستان کې د ازبک او چیچین وسله والو په وړاندې جګړه کوله.

په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا صوبه کې د ځانمرګو او هدفي وژنو د پیښو تر څنګ د قومي مشرانو د په نښه کولو پیښې هم زیاتې شوې چې ډیری وخت د دوی د سورلۍ ګاډي د سړک غاړې په بمونو الوزول کیږي.

پر دې سربېره، پاکستان کې د ټاکنو په رانږدې کېدو سره امنیتي حالت ورځ تر بلې کړکیچن کېږي. هره ورځ پر پاکستانيو پوځیانو او د دوی پر امنیتي دستګاه وسله وال بریدونه زور اخلي. اسلام اباد دغه وروستیو پېښو وارخطا کړی دی او هرې خوا هڅه کوي تر څو دا بل شوی اور مړ کړي، خو دغه اور نور پسې تازه کېږي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button