سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

شمالي وزیرستان کې ۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي

په پاکستان کې له وسله‌والو سره په نښته کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي دي

د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزیرستان کې له وسله والو سره په سخته وسله واله نښته کې د دوی درې سرتېري او درې مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر “ای‌اېس‌پي‌ار” نن یکشنبه (د جون پر ۱۱مه) یوه بیان کې ویلي چې دا نښته د جمعې او شنبې ترمنځ پر شپه میرانشاه کې شوې.‌

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی او د پاکستان پوځ هم دا نه دي‌ ویلي چې سرتېرو یې د کومې ډلې له وسله والو سره نښته کړې.‌

د ای‌ایس‌پي‌ار بیان کې راغلي

سیمه کې د احتمالي پاتې ترهګرو لمنځه وړلو لپاره چاڼیز عملیات دوام لري‌. په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې “د پاکستان وسله وال ځواکونه د ترهګرۍ ګواښ لمنځه وړلو ته هوډمن دي” او دا چې د سرتېرو دا ډول قرباني یې دغه هوډ او عزم نور هم پیاوړی کوي.

د پاکستان پوځ که څه هم ويلي‌ چې شمالي‌ وزیرستان یې له وسله والو تصفیه کړی خو بیا هم وخت ناوخت ترې د بریدونو او نښتو راپورونه ترلاسه کېږي.

د یادونې ده چې د پاکستان پوځ د جون پر دریمه هم یوه اعلامیه کې ویلي و چې د خیبرپښتونخوا د بنو په جانيخیل سیمه کې یې وسله والو سره نښته کې دوه سرتېري او دوه وسله وال وژل شوي دي.‌

نور ولولئ: د ټي ټي پي په برید کې څلور کسه پاکستاني پولیس افسران وژل شوي

تر هغې وروسته د جون پر پنځمه بیا د سویلي وزیرستان په لدا سیمه کې د وسله والو برید کې د یوه پاکستاني پوځي د وژل کېدو خبر ورکړی شوی و.

د پاکستاني طالبانو ګواښونه او ادعاوې

د پاکستاني طالبانو تحریک “ټي‌ټي‌پي” د جون پر څلورمه ویلي وو چې د شوال په زوی سیدګي کې یې په برید کې دوه سرتېري وژلي دي. خو دې ډلې په نښته کې خپل اړخ ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه وو ویلي.

د پاکستان حکومت ادعا کوي‌ چې بریدګر له ډیورنډ کرښې ور اوړي او دا چې ګوندې ټي‌ټي‌پي اوس په افغانستان کې خوندي پټنځایونه جوړ کړي دي.‌ خو په افغانستان کې طالبانو حکومت تل دغه ادعاوې رد کړې ده او وايي‌ چا ته اجازه نه ورکوي‌ چې د افغانستان خاوره د نورو خلاف وکاروي. دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني جیټ الوتکو په خوست کې دوه ځلې ټي. ټي. پي. بمبارد کړه.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button