نړیوال خبرونهنړۍ خبرونه

شمالي کوریا پر مسکو وسلې پلوري، خو واشنګټن خبرداری ورکړی

واشنګټن شمالي کوریا ته پر مسکو د وسلو پلورلو د ناوړه پایو خبرداری ورکړی

شمالي کوریا ته د سپنې ماڼۍ د خبرداري ژبه له ګواښه ډکه ښکاري تر څو پر مسکو د وسلو له پلور ډډه وکړي

د سپېنې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان سې‌شنبه وویل، که پیونګ یانګ مسکو ته وسلې ورکړي، نو دا به ورته ګرانه تمامه شي.

نور ولولئ: د اوکراین ډرون روسی سوپر سونیک بم‌غورځونکی له منځه یووړ

ښاغلي سالیوان زیاته کړه چې د وسلو لپاره شمالي کوریا ته مراجعه دا روښانوي چې روسیه په څنګه وضعیت کې ده.

هغه وویل چې مسکو به د شمالي کوریا وسلې د اوکرایین ښاري سیمو کې د خوړو پر زېرمو او د تودوخې پر تاسیساتو بریدونو لپاره وکاروي.

کېم جونګ اون او د پوتین د لیدلو احتمال

په دې وروستیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي، چې د شمالي‌ کوریا مشر کېم جونګ اون ښايي روانه میاشت د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره لیدو لپاره دغه هېواد ته ولاړ شي.

په دغو رپوټونو کې راغلي چې دواړه مشران به د پیونګ یانګ لخوا مسکو ته د اوکرایین په جګړه کې ملاتړ لپاره د وسلو ورکولو پر امکان خبرې وکړي.

د روسیې دفاع وزیر سرګیې شویګو په جولای کې شمالي‌کوریا ته تللی و

د روسیې دفاع وزیر سرګیې شویګو په جولای میاشت کې شمالي‌کوریا ته تللی او د دغه هېواد د پوځي تجهیزاتو نندارتون کتلی و.‌

نیویارک ټایمز لیکلي، روسیه پام کې لري چې له پیونګ یانګ د توپ مرمۍ او ټانک ضد راکټونه وپېري.

د روسیې او شمالي کوریا تر منځ د لیدنې دوام

دې ورځپاڼې د امریکايي چارواکو په حواله زیاته کړې، چې کېم جونګ اون ښايي په خپل زغره وال اورګاډي کې د روسیې ختیځ کې ولادیوستوک بندري ښار ته ولاړ شي او هلته په یوې اقتصادي غونډه کې ګډون وکړي.

دغه غونډه د سپتمبر له لسمې تر دیارلسمي دوام کوي او ښاغلی کېم به یې په څنډه کې له ولسمشر پوتین سره هم وګوري.

نور ولولئ: مسکو کې ډرون بریدونه؛ زېلېنسکي‌ وايي جګړه د روسیې خاورې ته ورګرځي

ویل کېږي شمالي کوریا پر روسیې د وسلو پلورلو په بدل کې له دغه هېواد د سپوږمکیو په ګډون د عصري ټکنالوژۍ غوښتنه کوي.

د کارپوهانو په باور که چېرته شمالي کوریا پر روسیه وسلې وپلوري، نو کېدای چې مسکو په اوکراین کې امریکا او غربي هېوادونو ته یو لوی سرخوږی جوړ کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button