سیمه ییز خبرونه

شهباز شریف طالبانو ته؛ پاکستان ته دې د ترهګرو د ننوتو مخه ونیسي

د پاکستان صدراعلظم شهباز شريف له طالبانو وغوښتل چې پاکستان ته دې د ترهګرو د داخلېدو مخه ونیسي

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف تېره ورځ په افغانستان کې د طالبانو له حکومت وغوښتل، چې پاکستان ته د ترهګرو د ننوتو د مخنیوي لپاره دې، چې ددغه هیواد په دننه کې بریدونه ترسره کوي نور اقدامات هم وکړي.

شهباز شریف دا غوښته څو ورځې وروسته له هغه کړې، چې د ترهګرو په ځانمرګو بریدونواو د بمونو په چاودنو کې د پاکستان په سرحدي سیمو کې په لسګونه کسان وژل شوي دي.

ددې برید مسئولیت د داعش ډلې منلی

په افغانستان کې میشتې د اسلامي دولت د خراسان څانګې (داعش) د باجوړ په سیمه کې د برید مسولیت په غاړه اخیستی دی. په دې برید کې ۵۵ تنه وژل شوي و او له ۲۰۰ نور ټپیان شوي و.

نور ولولئ: خیبر پښتونخوا: کورمه کې د شیعه او سني تر منځ جګړه

د اسلامي دولت د خراسان څانګه (داعش) په افغانستان کې د طالبانود یوې سیالې ډلې په توګه ګڼل کیږي. دغې ډلې د ۲۰۲۱ اګسټ په میاشت کې پر افغانستان باندې د طالبانو د واکمنۍ وروسته ددغه هیواد په مختلفو سیمو کې بریدونه زیات کړي دي.

د پاکستان صدراعظم تیره سه شنبې په ورځ د پیښور ښار په یو روغتون کې د باجوړ د پیښې د ټپیانو څخه د لیدنې پر مهال وویل،چې د طالبانو حکومت باید د افغانستان له خاورې څخه ددغه هیواد بهر د ترهګرو د بریدونو د مخنیوي لپاره یو لړ ځانګړي اقدامات ترسره کړي.

د شریف له قوله په افغانستان کې د ترهګرو موجودیت

ښاغلي شریف همدارنګه وویل، چې ترهګر د افغانستان په دننه کې خوندي پټنځایونه لري؛هلته بیا منسجم او مسلح کیږي او بیا د پاکستان دننه نفوذ کوي او د دولت پر ضد بریدونه ترسره کوي.

د طالبانو حکومت د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو چارواکو ددغه برید د غندنې په ترڅ کې ویلي، چې دا ډول جنایات په هيڅ ډول نشي توجیه کیدلی.

نور ولولئ: ټي‌ټي‌پي دوو ځانمرګو بریدونو کې ۱۲ پولیسو ته مرګ ژوبله اړولي

د یکشنبې د ورځې د جولای د ۳۰ ځانمرګی برید په داسې وخت کې ترسره شوی، چې د جمعیت علمای اسلام ګوند له ۴۰۰ څخه زیاتو غړي د باجوړ په سیمه کې راټول شوي و. دا ګوند افغانستان کې طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د ښاغلي شریف په ائتلافي حکومت کې هم شامل دی، خو له دې سره سره بیا هم پاکستان ناامنه شوی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button