سیمه ییز خبرونهنړۍ خبرونه

پاکستان کې د پولیسو په يو تهاڼه چاودنه شوې چې ۱۲ تنه پکې وژل شوي

په پاکستان کې چارواکي وایي چې د دې هېواد د سوات په درې کې د پولیسو په یو مرکز کې د مهماتو په یوې ډیپو کې څو چاودنې شوې او لږ تر لږه ۱۲ تنه پکې وژل شوي

پولیس وايي چې چاودنې هغه وخت وشوې چې د مهماتو په ډیپو کې اور ولګید. په پیښه کې ډیری وژل شوي د پولیسو غړي و.

په چاونې کې د ترهګرۍ ضد پولیسو مرکز په بشپړه توګه له منځه تللی.

سره له دې چې تر دې وړاندې په پاکستان کې په امنیتي ځواکونو د دا ډول بریدونو ادعا د پاکستاني طالبانو غورځنګ کوله خو د سوات پولیسو مشر شفیع الله ګنډاپور ویلي چې چاودنې په تکهوۍ کې د برښنا شارټۍ له کبله شوې دي.

نور ولولئ: د ټي ټي پي په برید کې څلور کسه پاکستاني پولیس افسران وژل شوي

پولیسو همدرانګه ویلي چې په دې تکهوۍ کې لاسي بمونه او نور چاودیدونکي مواد ځای پر ځای شوي و.

د پولیسو مشر د پیښې په هکله خبریالانو ته وویل: ” داسې هیڅ نظر نشته چې دا چاونه د بهرني برید او یا ځانمرګي برید کوونکو له کبله شوې وي.”

یو شمېر نورو پولیسو بیا ویلي چې په تهاڼې کې دوه یا درې چاودنې وشوې او دومره زورورې وې چې ټوله ودانۍ یې ونړوله.

ځینې ویډیوګانې او انځورونه چې په مطبوعاتو کې خپرې شوې دي پکې ښودل کیږي چې وژل شوي او ټپي شوي پولیس د خاور لاندې دي.

د عاجلو چارو مامورینو ویلي چې په پیښه ۵۰ تنه ټپي شوي هم دي خو دا یې ندي ویلي چې دا کسان پولیس که عام خلک دي.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په لومړي سر کې ویلي و چې دا یو ځانمرګی برید و. هغه په ټویټر کې لیکلي و: ” زمونږ پولیس د ترهګرۍ ضد په دفاع کې په لومړۍ کرښه کې دي.” خو په سیمه يیز وخت ناوخته یې بیا وویل چې د پیښې د نوعیت په هکله پلټنې روانې دي.

تر دې وړاندې هم د خیبر پښتونخوا د پولیسو په مرکزونو غټې چاودنې شوې چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ یې د کولو ادعا کړې

یوه چاودنه چې د روان ۲۰۲۳ کال د جنوري په میاشت کې په پیښور کې د پولیسو د مرکز په یو جومات کې وشوه، څه باندې ۸۰ تنه پکې ووژل شول چې ډیری یې د پولیسو افسران و.

د دې برید څخه یوه میاشت وروسته د پاکستاني طالبانو غړیو د کراچۍ په ښار کې د پولیسو په مرکز برید وکړ او ۵ تنه یې ووژل.

نور ولولئ: د پېښور په جومات کې چاودنه: پولیس په ځانمرګي برید کې په نښه شول

د شخړو د څار سیمه ایزو څارونکو په ۲۰۲۲ کال کې په ټول هیواد کې د شاوخوا ۳۰۰ امنیتي ځواکونو په ګډون له ۱۰۰۰ څخه د زیاتو پاکستانيانو وژل کیدل ثبت کړي دي.

پاکستاني مقامات ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان مرکزي قومانده په افغانستان کې مېشته ده.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button