Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

سیمه‌ییز

شیعه دیني عالم: طالبان دې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي

شیعه دیني عالم واعظزاده بهسودي له طالبانو وغوښتل چې نجونو ته ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي

طالبانو په افغانستان کې له بیا واکمنېدو سره د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړلې او ښځې یې په ادارو کې له کار کولو راوګرځولې.

یوه شیعه عالم ایت الله واعظ‌زاده بهسودي له طالبانو غوښتي چې نجونو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

نوموړی وايي، چې له «زده‌کړو» انکار نه شي کیدی ځکه چې زده‌کړه یو «نیک کار» دی او «څوک چې یو ښه کار وکړي، هغه که نارینه وي یا ښځینه، خدای به هغه ته ښه ژوند ورکړي.»

د نجونو او هلکانو ګډ ټولګي

په ویډیو کې دغه عالم وايي، ښاغلی بهسودي د اختر په لمانځه کې د وینا پر مهال وايي، هغه د زده‌کړو د ګډو ټولګیو مخالف دی او «د زده‌کړو ځای باید اسلامي وي، د نجونو او هلکانو ټولګي باید جلا وي.»

unama (4)
افغان زده کوونکي

نوموړی وایي، د حل لاره دا ده چې طالبان له نړۍ وغواړي چې «که د نارینه و لپاره لس زره لېسې لرو باید د نجونو لپاره هم لس زره لېسې ولرو.»

نور ولولئ: طالبان افغانستان کې ښځې له کار او زده کړو منع کوي، خو بهر کې له نیم لوڅو سره انځورونه اخلي

نور ولولئ: په هرات کې د طالبانو والي په خپل کتاب کې شیعه ګان تکفیر کړي

ایت الله واعظ‌زاده بهسودي وايي: «د نجونو لپاره د مناسب چاپیریال د نه شتون په پلمه موږ نه شو کولی د ټولنې له نیمایي څخه زیاته برخه له زده‌کړو چې د دوی شرعي، قانوني او بشري حق دی، بې برخې کړو.»

د زده کړو بنسټونو تړل ښه خبره نه ده

نوموړی په خپلو خبرو کې زیاتوي،چې د هلکانو او نجونو لپاره د پوهنتونونو، ښوونځیو او زده‌کړو موسسو د جلا کېدو له امله یوې لویې بودیجې او لویو بشري سرچینو ته اړتیا ده، چې افغانستان یې د پوره کولو وس نه لري. خو وايي، که دغه بنسټونه وتړل شي، «ښه خبره نه ده.»

هغه په ټینګار سره له طالبانو وغوښتل چې نجونو ته دې په جلا چاپیریال کې د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو او ښځو په مخ ښوونځي او پوهنتونونه وتړل شول.

د یو شمېر اسلامي هېوادونو او اسلامي نړۍ د عالمانو په ګډون نړیوالې ټولنې د طالبانو له لوري د نجونو پر زده‌کړو بندیز غندلی او د دې پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

خو له دې ټولو سره، سره بیا هم طالبان په افغانستان کې د نجونو پر مخ د زده کړو بنسټونو د دروازو پرانېستلو نیت نه لري.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button