نړیوال خبرونه

طالبانوداورکم ژمنه وکړه

طالبانود اورکم ژمنه وکړه په قطر کې طالب ليډرانو پرېکړه کړې چې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون سره سم به په افغانستان کې له دولت سره اورکم کوي؛ خو دا پرېکړه به پټه وي، هغويي د افغانستان د دولت لخوا طالب زندانیانو د خوشې کېدوهر کلۍ هم کړۍ،

په دوحه کې طالب مشرانو رسنیو ته وویل چې دا وعده د ملا عبدالغني برادر او زلمي خلیلزاد ترمنځ شوې او ښاغلي‌ خلیلزاد له یادې موضوع باندې ښايي ولسمشر غني سره هم خبره کړي وي، که څه هم د سولي ‌لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د استازي ‌زلمي خلیلزاد غوښتنه د بشپړ اوربندوه؛ خو د بشپړ اوربند سره د طالبانو د مذاکراتي‌ ټیم مشر ملا عباس ستانکزۍ ېې مخالف دۍ،

دوحه کې طالب مشرانو په پاکستان کې د مېشتو طالب قوماندانانو سره هم دا خبره شریکه کړې او ټوله خواوې په دې سلا شوي ‌چې د بین الفغاني ‌مذاکراتو پر مهال به تاوتریخوالی کموي او د اوربند پروسه به غځوي.‌پرون جمهور ریس غني د لويي مشورتي جرګې د پرېکړي سره هم مهاله د (۴۰۰) طالب زندانیانو د خوشي ‌کولو پر فرمان په ارګ کې د جوړو شویو مراسمو پر مهال لاسلیک وکړ او دا یې د سولي ‌لپاره یوه لاره وبلله،

طالبانو لا په رسمي ډول د اورکم د کولو پرېکړه نه ده اعلان کړې خو ددغه ډلې له لیکو خبریال ته رارسېدلي‌ رپوټونه ښيي چې د اورکم پر مسئله ملاعبدالغني برادر او د ملا محمد عمر زوی ملا یعقوب چې د نظامي کمېسیون مشر دی تلیفوني‌ تماس نیولۍ دۍ،

بازې سرچینې وايي چې ملا برادر له ملا محمد حسن اخوند او ملا فاضل سره هم پر یاده موضوع خبري‌کړي او انس حقاني یې هم پوهولی چې د(۴۰۰) طالب زندانیانو د خلاصون او مذاکراتو پر مهال پر افغان امنیتي ‌ساتونکو حملې کمې کړي دي، د دې نه مخکې ‌ طالبانو د تېر لوی اختر پر مهال په افغانستان کې درې ورځې اوربند اعلان کړ چې د افغان ولس له پراخ مثبت غبرګون سره مخامخ شو او اټکل دادی چې دا ځل به هم ولس د دې پرېکړې ستاینه کړي.

متحده ایالاتو د افغان سولې لپاره د خپل ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له قوله کابل کې د لویې جرګې او افغان ولسمشر له خوا د ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشي کولو هرکلی کړی دی.نوموړي ویلي، له ۴۰ کلنې جګړې وروسته اوس د سولې لپاره یو تاریخي فرصت ممکن شوی چې ټول افغانان ګټه ترې واخلي او د سیمې ټیکاو او د نړۍ امنیت کې برخه ولري،

اوس وخت د دې رارسېدلۍ دۍ چې باید ټولې خواوې باید د افغان سولې لپاره څټک ګامونه پورته کړي څکه افغانان د ډېر وخت راهیسې په جنګ او جدل باندې اخته دي او جنګ کې ېې عام وګړي شهيدان کيږي نو اوس باید طالبان افغان دولت او نور سیاسیون جنګ بس کړي او دایمي اوربند ته لاره هواره کړي چې افغانان په ارامه فضا کې ژوند تېر کړي،

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button