طالبانو افغانستان کې د انلاین صرافیو کاروبار او فعالیت لغوه او غیر قانوني اعلان کړ
اړوند خبرونه:
د افغانستان ملي موزیم ته لنډه کتنه
خوست کې له پاکستان د لوبو ګټلو په ویاړ زرګونه کتابونه ویشل شوي
د طالبانو حکومت په افغانستان کې د انلاین صرافیو کاروبار او فعالیت لغوه او غیر قانوني اعلان کړ.
د افغانستان بانک ویاند حسیب الله نوري وايي، په هیواد کې د انلاین صرافیو کاروبارونه او فعالیتونه لغوه او غیر قانوني دي او سرغړوونکي کسان به له قانوني چلند سره مخ شي.
نوري په یوه وېډیو پیغام کې ویلي چې، په دې برخه کې هیچا او کوم شرکت ته د فعالیت جواز نه دی ورکړل شوی.
د نوري په وینا، یاد اقدام د هیوادوالو د پانګو د خوندیتوب په خاطر اخیستل شوی دی.
انلاین صرافي یو آنلاین پلیټ فارم دی چې په کې د مختلفو اسعارو تبادله ترسره کیږي.
دا مهمه ده چې پوه شئ چې د دې صرافیو آنلاین فعالیت د ټولو ګډون کوونکو لپاره د ټولو معلوماتو نېغې روښانتیا لامل کیږي، او له همدې امله د اسعارو تبادلې خواو ته اجازه ورکوي چې د دوی د راکړې ورکړې ټول اړخونه په پام کې ونیسي.
دا باید په یاد ولرئ چې د اسعارو آنلاین تبادله مو اغېزمنتوب زیاتوي، لګښتونه کموي، او خوندیتوب یې زیات دی.
که څه هم تر اوسه معلومه نه ده چي، په دې برخه کې څومرت کسان مصروف دي؛ خو په ټولنیزو رسنیو کې معلومېږي چې، لا هم یو شمېر کسان په دې برخه کې فعالیت کوي.