طالبانو د دوو امریکايانو بندي کول تائید کړي دي
طالبان وايي، له دوی سره دوه امریکايي وګړي بندیان دي
طالبانو له هغه وروسته د دوو امریکایانو بندي کول ومنل چې په اړه یې این بي سي رسني راپور خپور کړ.
په دې وروستیو کې د امریکا د ملي امنیت دوو چارواکو انبيسي نیوز رسنۍ ته ویلي دي، چې د دغه هېواد دوه وګړي د طالبانو د رژیم په بند کې دي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد تاییدوي چې د دوو امریکایي وګړو په ګډون څو تنه بهرني وګړي ددوی له حکومت سره بندیان دي.
د طالبانو د قوانینو په نظر کې نیول
ښاغلی مجاهد زیاتوي چې دغه کسان د هېواد له قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوي او ټينګار کوي، هر بهرنی وګړی چې غواړي افغانستان ته سفر کړي، باید د طالبانو قوانین په پام کې ونیسي.
امریکا: د دوحې تړون د طالبانو په ګټه او زموږ د متحدانو په زیان و
د طالبانو ویاند وايي:«په ګومان مې چې د امریکایانو شمېر دوه تنه دی او دا چې د څه لپاره راغلي وو تر اوسه دقیق معلوم نه دی؛ خو په هره توګه چې راشي، په افغانستان کې مکلف دي چې د افغانستان قوانین رعایت کړي. هر څوک چې د افغانستان ویزه اخلي په دې معنا ده چې هغه ځان د قانون تابع ګڼي.»
نور ولولئ: اماراتو کې د افغان سوداګرو شورا د دوحې تړون عملي کېدل غواړي
نور ولولئ: غني: د دوحې تړون یو ناورین و
نور لوولئ: تازه: ګلبدین حکمتیار وايي، امریکا له طالبانو غوښتي چې د دوحې له تړون سره سم ټولګډونه حکومت جوړ کړي
په دې وروستیو کې د امریکا د ملي امنیت دوو چارواکو انبيسي نیوز رسنۍ ته ویلي دي، چې د دغه هېواد دوه وګړي د سرپرست حکومت په بند کې دي. د دغو چارواکو په وینا، رایان کوربېټ او یو تن چې تر اوسه یې مشخصات څرګند شوي نهدي، د طالبانو د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي او بندیان دي.
ددغه امریکایانو تبادله کول
د نړۍوالو چارو شنونکی رشید قطب زاده وايي:«نیول شوي کسان په کومو تورونو نیول شوي؟ کهچېرې تورونه ډېر جدي وي د بېلګې په توګه د دې اړتیا لیدل کېږي چې په افغانستان کې محاکمه شي چې د دې موضوعاحتمال ډېر کم دی. بل احتمال دا دی چې ښايي دغه کسان له هغو کسانو سره چې طالبان یې وغواړي تبادله کړي.»
د نظامي چارو شنونکی هادي قریشي هم څرګندوي:«هغه امریکايي وګړي چې په افغانستان کې بندیان دي، هغوی دې همدلته د خپل جرم په مطابق تر څېړنې لاندې ونیول شي بیا وروسته کار دولت له دولت سره دی.»
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوې خبري غونډه کې ویلي و چې، په افغانستان کې د امریکایي وګړو نیول کېدل له طالبانو سره د دغه هېواد د مثبت تعامل پر وړاندې خنډ دی.