تجارت خبرونه

طالبانو د پاکستان سوداګریز پلاوی کابل ته رابللی دی

طالبانو وايي چې د ستونزو د حل په موخه یې دغه پاکستانی پلاوی کابل ته راغوښتی دی

پاکستان د افغان سوداګرو پر وړاندې په سوداګرۍ کې ستونزې جوړې کړي دي او له همدې امله زیات افغان سوداګر اوس د پاکستان پر ځای د چابهار بندر له لارې سوداګري کوي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت چارواکو ویلي چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا او په دې برخه کې د شته خنډونو د له لرې کولو په موخه یې د پاکستان سوداګریز پلاوي ته بلنه ورکړې چې کابل ته ورشي.

طالبان وايي، په دې برخه کې یې له پاکستاني لوري سره انلاین خبرې شوې.

اسلام اباد ته د طالبانو ګواښ؛ که پاکستان راسره ژر هوکړې ته ونه رسېږي د تورخم او خلارڅي لارې به دایمي وتړي

له پاکستاني پلاوي سره د سوداګرۍ پر پراختیا بحثونه کېږي

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت تېره ورځ دوشنبه ناوخته (د کب ۲۱مه) په ایکس پاڼه لیکلي چې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت مرستیال محمد خرم اغا ته یې د یوې انلاین ناستې پر مهال بلنه ورکړې چې له یوه پلاوي سره کابل ته ورشي.

دغه وزارت وایي، چې په دغو خبرو داوړو لوریو د وروستیو پرمختګونو، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچې د ډېروالي، په دې برخه کې د خنډونو لرې کولو او د ټرانزیټي او سوداګریزو ستونزو د له منځه وړلو، د حکومت او خصوصي سکټور ترمنځ د اړیکو پر زیاتوالي او د سیمه ‌ییزې همکارۍ په زیاتوالي خبرې کړې.

نور ولولئ: پاکستان سره سوداګري دپخواپه پرتله کمه شوې

نور ولولئ: طالبان: پاکستان دې د افغان سوداګرو سوداګریزو کانټینرو ته اجازه ورکړي

نور ولولئ: طالبان: کراچۍ کې د افغان سوداګرو د ایسارو اموالو د خوشي کولو موافقه وشوه

طالبانو داسې مهال د پاکستان سوداګریز پلاوي ته د ستونزو د حل په موخه کابل ته د ورتګ بلنه ورکړې چې د پاکستان له لوري افغان لارۍ چلوونکو ته پاکستان ته په ورتګ د وېزې حتمي کېدو وروستۍ نېټې ته اېله ۱۹ ورځې پاتې دي.

afghan trade (2)

وړاندې د پاکستان حکومت اعلان کړی و چې د را راونې اپریل میاشتې له لومړۍ نیټې به پاکستان ته د سوداګریزو لاریو چلوونکي، یوازې په پاکستانۍ وېزه دغه هيواد ته سفر کولای شي.

پاکستانۍ رسنۍ اکسپرېس ټربیون د کب میاشتې په څلورمه راپور ورکړی و، چې د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ ګډې خونې د یوې سروې له مخې په ۲۰۱۰ کال کې د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري ۲.۵ مېلیارده ډالره وه؛ خو په ۲۰۲۲-۲۰۲۳ کلونو کې دا کچه ۱.۶ مېلیارد ډالرو ته راټیټه شوې ده.

افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې حبوبات، بوره، سبزۍ، میوې، مغز، د خټکي او لیمو پوستکي، مالګه، سلفر، ډبرې، نباتي غوړي، پلاستیک او د هغه توکي، درمل جوړوونکي توکي، لرګي او د لرګیو توکي، اوسپنه او فولاد شامل دي.

له افغانستانه پاکستان ته وارداتو کې انځر، انګور، بادام، پیاز، مڼې، لوبیا، پنبه او ګران بیه ډبرې شاملې دي.

د افغانستان د پرځېدلي جمهوریت پر مهال او اوس اسلام اباد د هر وخت لپاره له افغانستان سره په سوداګرۍ کې ستونزې راولاړې کړي دي، خو اوس زیاتره افغان سوداګر د کراچۍ بندر پر ځای د ایران له لارې خپله سوداګري کوي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button