کورني خبرونه

طالبانو د پاکستان پر وړاندې سخت غبرګون ښودلی

طالبانو پاکستان ته په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان هېڅ برید بې ځوابه نه پرېږدي

د طالبانو رژیم د پاکستان د ځانګړي استازي آصف علي دراني هغو څرګندونو ته هم غبرګون ښود، چې ویلي یې وو: امریکا د ملګروملتونو امنیت شورا پرېکړه‌لیک پر بنسټ افغانستان کې د ترهګرو له‌منځه وړو په موخه د پاکستان له هوايي حریم څخه استفاده کولای شي.

طالبان وايي، افغانستان خپلواک دی

د طالبانو د رژیم مرستیال ویاند بلال کریمي د نوموړي په غبرګون کې ویلي: «افغانستان  خپلواک هېواد دی او  له دې وروسته که د افغانستان فضا کې میاشی هم تېری کوي، محکوم دی او  حکومت به یې پر وړاندې غلی نه پاتې کېږي او چا ته اجازه نه ورکوي چې په هر نوم او هر ډول داسې تېری وکړي. افغانستان سوله‌ییزه تګ‌لاره لري او چا سره ستونزه نه غواړي.))

آصف علي دروانی طالبان ستایي

آصف علي دراني په خپلو تازه څرګندونو کې دا هم ویلي ، چې د طالبانو رژیم د ډیورنډ کرښې له نیږدې سیمو څخه پاکستاني طالبان نورو سیمو ته لیږدوي او په دې اړه یې عملي اقدامات پيل کړي، چې پاکستان یې هرکلی کوي.

طالبانو د نوموړي په غبرګون کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو حضور ردوي او هغه کسان، چې نورو سیمو ته یې لېږدول پيل شوي، پاکستاني طالبان نه؛ بلکې د وزیرستان کډوال دي.

نور ولولئ: ملا یعقوب: زموږ هوايي حریم لا هم اشغال دی

د طالبانو د دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد څو میاشتې مخکې پاکستان ته خبرداری ورکړی و، چې نور له خپلې خاورې افغانستان ته د امریکا د بې پيلوټه الوتکو د څار اجازه ورنه کړي.

پر طالبانو د منتقدینو کلک انتقادونه

د شنونکو په وینا که څه هم طالبان د افغانستان قدرت اخیستو په اوایلو کې پاکستان ته سخت غبرګونونه وښودل، خو په دې وروستیو کې یې په خوست کې د پاکستاني الوتکو پر بمبار او نورو حملو چوپتیا غوره کړه چې د ولس او منتقدینو له سختو نیوکو او غبرګونونو سره مخامخ شول.

له بل لوري داسې هم ویل کېږي چې طالبانو د پاکستان له پوځ سره منلي څو ټي ټي پي له ډیورنډ کرښې د افغانستان نورو سیمو ته انتقال کړي چې په دې برخه کې د افغانستان پخواني خارجي وزیر حنیف اتمر او نورو سیاستوالو له ګڼو نیوکو سره مخامخ شول. خو طالبان بیا وايي چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او چاته به اجازه ورنه کړي څو پر افغان خاوره تېری وکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button