اقتصاد او سوداګريتجارت خبرونه

طالبانو له یوه قطري پانګه‌وال سره د جبل السراج فابریکې په اړه تړون لاسلیک کړ

ددې تړون په لاسلیک سره به شاوخوا ۵۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شي او دلته به بوخت شي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د شاوخوا ۲۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د جبل السراج سمنټو پروژې تړون له یوه قطري پانګوال سره لاسلیکېږي.

د طالبانو په حکومت کې د کانونو او پیټرولیم چارسمبالي مولوي شهاب الدین دلاور پروان ولایت کې د جبل السراج ولسوالۍ د سمټو پروژې قرارداد لاسلیکولو مراسمو کې وویل، “د جبل السراج سمنټو پروژه کې به څه دپاسه دوه سوه میلیونه ډالره پانګونه وشي.”

نور ولولئ: د سمنټو د پنځو سترو فابریکو جوړېدو خبر

ښاغلي دلاور دا هم وویل چې د جبل السراج سمنټو پروژه به په کلني ډول د یو نیم میلیونه ټنه سمنټو تولید وړتیا ولري.

د بهرنیو د پانګې راجلبولو هڅې

د کانونو او پیټرولیم وزارت ویاند همایون افغان پر اېکس (ټوېټر) لیکلي، “موږ نور د بهرنیو مرستو پر ځای پانګه راجلبوو، زېربناوې جوړوو، له یو محتاج او وارداتي هېواد څخه پر ځان بسيا او صادراتي هېواد بدلېږو.”

د طالبانو حکومت ځینو لویو اقتصادي پروژو پلی کولو ته مخه کړې ده چې تازه بلخ ولایت کې د قوشتېبپې کانال لومړی فاز یا برخې چارې بشپړې شوې او د دویم فاز عملي چارې به پیل شي.

د قوشتېپې کانال د پروژې مخینه د محمد داود خان واکمنۍ ته ګرځي، خو په جرمني کې د اوبو او چاپېریالي چارو کارپوه ډاکټر نجیب الله سدید په وینا ددې پروژې طرحه په لومړي پړاو کې وه، چې پاتې شوه.

د کانونو او نورو برخو د تړونونو لاسلیک کول

وړاندې د طالبانو حکومت د اوو لویو کانونو د پروسس او استخراج تړونونه لاسلیک کړل چې د تخار ولایت سمتي طلا د ۳۱۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت (چینا او زړور افغانستان) شرکتونو ته د پنځو کلونو د مودې لپاره ورکړل شول او د لوګر مس عینک ۲ د ۴۱۱ میلیونه ډالرو په ارزښت تویار خصوصي شرکت ته د ۳۰ کالو په موده، د غور سرب او جست ۲ بلاک د ۵۳۷ میلیونه ډالرو په ارزښت افغان اینویسټ او ابیکو شرکتونو ته د ۳۰ کالو په موده، غوریان اول بلاک د اوسپنې کان د ۲٫۸ میلیارد امریکايي ډالروز په ارزښت وطن درخشان او دوو نورو شرکتونو ته د ۳۰ کالو په موده او د اوسپنې ځینې نور کانونه په قرارداد ورکړل شوي وو.

نور ولولئ: سرپل کې له نوي څاه د تېلو استخراج او د ګازو نل‌لیکې د پروژې پیل

د یادونې وړ ده چې قانون پوهان د کانونو استخراج غیر قانوني او خپل سری بولي. دارنګه متخصصین وايي چې کیندنې غیر مسلکي کېږي چې دا کار د افغانستان او ملت په ضرر دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button