طالبانو مسافروړونکو موټرو کې تر اوسه ۸ زره جيپياېس نصب کړي

اړوند خبرونه:
د افغانستان سرپل ولایت کې هره ورځ د ۹۰۰ټنه نفتو استخراج
شهاب الدین دلاور: چنايي شرکت ته هله کانونه ورکوو چې افغانستان کې پروسس وکړي
په هېواد کې له خونړیو ترافیکي پېښو وروسته د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت مسوولینو د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه په مسافروړونکو او باروړونکو موټرو کې د ۸ زره «جيپياېس» آلو د نصب خبر ورکړی.
د یاد وزارت ویاند، حکمت الله آصفي ویلي چې په مسافروړونکو موټرو کې د «جيپياېس» د نصب لړۍ ادامه لري او دا اقدام د ترافیکي پېښو او زیات سرعت د مخنیوي په موخه شوی دی.
په «ځیرک قلف» دا مشهوره اله به د چلوونکو د زیات سرعت مخه ونیسي او د مسافرو په ژوندژغورنه کې به مرسته وکړي.
په ورته وخت کې یو شمېر هېوادوال په مسافروړونکو موټرو کې د دې آلې پر نصبولو خوښ دي او په وینا یې چې په دې سره به په لویو لارو خونړۍ ترافیکي پېښې کمې شي.
دا په داسې حال کې ده چې له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په کمسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي او ګړندی تګ ښودل شوي دي.
د ویلو ده چې ډېری خونړۍ ترافیکي پېښې د هېواد په لویو لارو د ۵۸۰ په ګډون مسافروړونکو موټرو کړې چې په هره پېښه کې لسګونه مسافر مړه او ټپيان شوي دي.