کورني خبرونه

طالبانو مطیع الله ویسا له زندان خوشی کړ، خو ولې ۲۱۵ ورځې زنداني شو؟

مطیع الله ویسا چې د قلم لار بنسټ له لوري یې یوازې تعلیم عاموه، د طالبانو له لوري د جاسوس په تور ونیول شو

د قلم لار ټولنې مشر او د نجونو د زدکړې فعال مطیع الله ویسا د طالبانو له زندانه ازاد شو. د هغه ورور عطاء الله ویسا بي بي سي ته وویل چې هغه د طالبانو ادارې د استخباراتو په زندان کې له ۷میاشتو تېرولو وروسته پنجشنبه (اکتوبر۲۶مه) ماسپښین په کابل کې ازاد شو.

دی په داسې حال کې ازاد شو چې د طالبانو په زندان کې یې ۲۱۵ ورځې بغیر د کوم جرم یا ادعا له اثبات پرته تېرې کړې.

نور ولولئ: طالبانو د نجونو د تعلیم فعال مطیع الله ویسا نیولی

عطاء الله ویسا وویل ورور یې د محکمې له پرېکړه وروسته ازاد شو او په زندان کې اووه میاشتې یې د هغه په حق کې کافي وبللې. نږدې یوه میاشت وړاندې یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي وو چې مطیع الله ویسا دوسیه محکمې ته استول شوې ده.

د نوموړي په حق کې د طالبانو د محکمې د پرېکړې جزئیات لا نه دي په ډاګه شوي، خو وړاندې طالبانو ویلي وو چې هغه “خپلسري فعالیتونه” کول او “د نظام ضد هڅونې” یې درلودې، ځکه ونیول شو.

د مطیع الله ویسا فعالیتونه

مطیع الله ویسا له څه باندې یوې لسیزې راهیسې په لېرې پرتو سیمو کې ماشومانو ته د زدکړو اسانتیاوو برابرولو لپاره کار کوي.

33
مطیع الله ویسا چې په لرو پرتو سیمو کې نجونو او هلکانو ته د زده کړې امکانات برابروي

هغه د قلم لار نومې ټولنې مشر دی چې وايي د افغانستان لر او بر کې ګڼ شمېر رضا کار غړي لري او د هلکانو او نجونو لپاره د زدکړې اسانتیاوو برابرولو او د نجونو پر زدکړه بندیز لېرې کولو لپاره کار کوي.

مطیع الله ویسا د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته هم خپل فعالیت ته دوام ورکړ او د طالبانو د ادارې له خوا د نجونو پر زدکړې بندیزې پر وړاندې یې هم غږ پورته کړ.

نور ولولئ: طالبانو سره زنداني مطیع الله ویسا ته د هالیووډ مشهورې لوبغاړي انجلینا جولي لیک

هغه دې لړ کې له نیول کېدو وړاندې د ملګرو ملتونو او ځینو نړیوالو ادارو له چارواکو سره لیده کاته لرل او د ټولو نجونو لپاره یې د زدکړې حق غوښتنه کوله.

طالبانو د نجونو پر وړاندې د زده‌کړو دروازې تړلي

د طالبانو ادارې له څه باندې دوه کلونو راهیسې له شپږم ټولګې پورته او په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدکړه بندیز لګولی، هغه ګام چې د اسلامي او لویدیځې نړۍ له پراخ منفي غبرګون سره مخ شوی، هغه یې غندلی او ژر تر ژره یې د دې بندیز د لېرې کولو غوښتنه کړې ده.

څو ورځې وړاندې د بیان ازادۍ اړوند د انډېکس آن سیسرشیپ بنسټ له خوا ښاغلي ویسا ته جایزه هم ورکړل شوه.

په تېرو څو ورځو کې د نیول شویو فعالانو او خبریالانو له ډلې دا دویم کس دی چې د طالبانو د ادارې له زندانه خوشی کېږي. تېره اونۍافغاني الاصله فرانسوی خبریال مرتضی بهبوي هم خوشې شوی وو، خو لا هم د مېرمنو په ګډون د بشري حقونو څو تنه فعالانو د طالبانو په زندان کې دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button