سفر خبرونه

طالبانو وايي، له دوو ورځو راهیسې یې سلګونه کډوال خپلو سیمو ته لیږدولي دي

د طالبانو اړوند د ټرانسپورټ کمېټې راپور ورکړی چې تېرو دوو ورځو کې یې سلګونه ګډوال خپلو مېنو ته رسولي

پاکستان کې له ناامنیو له ډېرېدو وروسته اسلام اباد پرېکړه وکړه چې له دغه هېواده به ۱،۷ میلیونه ناقانونه کډوال خپل هېواد ته په جبري ډول ستانه کړي چې دا لړۍ اوس پیل شوي او پاکستاني امنيتي دستګاه افغان کډوال نیسي او شتمنۍ یې لوټي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت په مشرۍ، د ټرانسپورټ کمېټې د لړم میاشتې په (۱۸مه او ۱۹مه) کابو ۹ زره ۴۱۵ کډوال خپلو سیمو ته لېږدولي دي.

دغه کډوال له تورخم او سپین بولدک لېږدول شوي

د دغه وزارت د راپور له مخې، د ټرانسپورت کمیټې له تورخم څخه ۵۱۴ او له سپین بولدک څخه ۹۶۳ کورنۍ ارزګان، هلمند، فراه، هرات، کابل، بلخ، لغمان، پکتیا او کندهار ولایتونو ته لېږدولې دي.

د نومبر له لومړۍ نیټې څخه چې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل شوې ده تراوسه زرګونه افغانان هېواد ته ستانه کړای شوي، چې د دغو کډوالو لویه برخه لا په لنډ مهاله پنډغالیو کې شپې او ورځې تېروي.

نور ولولئ: حنیف اتمر: له اختلاف سره سره بیا هم له طالبانو سره همکاري کوم

نور ولولئ: د افغان کډوالو په اړه له پاکستان او طالبانو د چین غوښتنه

د طالبانو د ټرانسپورت وزارت په خبره، خپلو سیمو ته د کډوالو د لېږدولو کمېټې له‌خوا له تورخم او سپین بولدک څخه تراوسه د ۶ زره او ۶۱۶ کورنیو په لېږد سره چې ۴۲ زره او ۳۹۴ کډوال کېږي، په وړیا ډول تر خپلو سیمو رسول شوي دي.

پاکستان د افغان کډوالو شتمنۍ غصب کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال دوشنبه ( د لړم په ۱۵مه ) یوې غونډې ته په کابل کې خبرې کولې وویل، چې پاکستان د افغان کډوالو په نوم ملیاردونو ډالره ګټه وکړه.

عباس ستانکزي وویل، چې افغانان پر پاکستان بوج نه دي بلکې دغه هېواد د خپلې سوداګرۍ وسیله ګرځولې ده ترڅو له نړۍوالو څخه پيسې پرې راغونډې کړي.

ستانګزی له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په غبرګون کې وايي؛ د پاکستان دا تصیم ظالمانه دی او دوی یې په کلکو ټکو غندي.

نوموړي زیاته کړه؛ چاته اجازه نه ورکوي، چې له افغانانو سره داسې ظالمانه چلند وکړي، کوم چې پاکستان شروع کړی دی.

دی خبرداری ورکوي، چې د افغانان حوصله په ختمېدو ده.

له دې وړاندې د طالبانو رییس الوزرا، د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو په اړه توند غبرګون ښودلی دی.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button