ځاییکورني خبرونه

طالبانو په اوو ولایتونو کې د علماوو شوراګانې جوړې کړي

طالبانو مرکزي او ختیځو اوو ولایتونو کې د علماوو شوراګانې جوړې کړي دي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده ته د منسوب فرمان پر بنسټ په اوو ولایتونو کې د دې ډلې د علماو د شورا ګانو د جوړېدو اعلان وکړ.

د طالبانو د ویاند له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې پر بنسټ؛ دغه شوراګانې په نورستان، بامیان، میدان وردګو، غور، سرپل، لغمان او دایکنډي ولایتونو کې جوړې شوې دي.

نور ولولئ: پاکستان کې ناامني؛ ذبیح الله مجاهد وايي، د چترال برید افغانستان کې و پلان شوی

مجاهد د يادې شورا د جوړېدو اعلان د يکشنبې په ورځ (د وږي په ٢٦مه) پرې خپلې اېکس (ټوېټر) پاڼې وکړ.

د یادو شوراګانو جوړښت

دا شورا له ۷ څخه تر ۱۷ پورې غړي لري او داسې ښکاري چې ټول یې د دیني مدرسو لوستي او له طالبانو سره یوځای شوي ملایان دي.

د اعلان شویو نومونو له مخې؛ د طالبانو مشر په درېیو شیعه مذهبو ولایاتو؛ بامیان، دایکنډي او سرپل ولایتونو کې د دغو شوراګانو زیاتره غړي له سني علماو څخه غوره کړي دي.

د دې خبرپاڼې پر بنسټ د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده په خپل حکم کې ټینګار کړی، چې دغه شوراګانې به په ولایتونو کې د طالبانو سیمه ییزو ادارو ته مشورې ورکوي او سیمه ییز چارواکي باید د هغوی له مشورو ګټه واخلي.

له دغو شوراګانو اغېمنتوب

که څه طالبانو د علماوو دا ډول شوراګانې جوړوي، خو تر اوسه یې کوم اغېز نه دی ښکاره شوی او نه هم تر اوسه داسې څه کړي چې پر هغو دې ولس ته هوساینه رامنځته شوي وي.

طالبانو تر دې وړاندې په څو نورو ولایتونو کې هم د ورته شوراګانو د جوړولو اعلان کړی و.

د یادو شوراګانو ټول غړي له طالبانو سره تړلي دیني عالمان دي او په سیمه ییزه کچه د دغې ډلې د سخت دریځو نظریو مبلغین او عملي کوونکي دي.

نور ولولئ: ذبیح الله مجاهد: افغانستان د سیمې په نښلون کې متوازن او بې پرې سیاست لري

د علماو د شوراګانو تر څنګ طالبانو په ټولو ولایتونو او ولسوالیو کې د امربالمعروف ځانګړې ډلې هم جوړې کړي دي.

د دې ادارې محتسبان د طالبانو د مذهبي پولیسو د ګزمې د یوې برخې په توګه په عامه ځایونو کې د خلکو جامې او بڼه څاري.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو مذهبي پولیس په لارو کې د افغاني کلتور خلاف خلک دروي او له هغو سره مېرمنو په اړه پوښتنې کوي چې دا څوک او څه دې کېږي چې په دې اړه ډېر شکایتونه هم شوي، خو طالبانو ورته تر اوسه رسېدګي نه ده کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button