کورني خبرونه

طالبانو په دوه کلنه واکمنۍ کې (۴۵۰) تعزیري سزاګانې تطبیق کړي دي

د طالبانو ستره محکمه وايي چې دغه ارګان تر اوسه مجرمینو ته ۴۵۰ سزاګانې ورکړي دي

هاخوا بیا قانون‌پوهان د طالبانو پر قضايي سیسټم نیوکې سره وايي چې دوی د جرمونو پېژندنه کې کمزوري دي او بل تورنو کسانو ته مدافع وکیلانو سهولتونه هم نه ورکول کېږي.

د سترې محکمې د مطبوعاتو او بهرنیو اړیکو رییس وایي، چې دغه حکمونه په بېلابېلو ولایتونو او په عام محضر کې پلي شوي دي.

د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته، په هېواد کې څه باندې څلور سوه او پنځوس تعزیري حکمونه پلي شوي دي.

execute
د طالبانو ستره محکمه

تعزیري سزاګانې په عام محضر کې

د سترې محکمې د مطبوعاتو او بهرنیو اړیکو رییس وایي، چې دغه حکمونه په بېلابېلو ولایتونو او په عام محضر کې پلي شوي دي.

د سترې محکمې د مطبوعاتو او بهرنیو اړیکو رییس عبدالرحیم راشد و ویل: « د افغانستان اسلامي امارت د بیا واکمنېدو څخه تر دې مهاله، په بېلابېلو ولایتونو کې له څلورنیم سوه څخه پر ډېرو کسانو تعزیري سزاګانې پلې شوي دي چې په ځینو مشهورو مجرمینو په عام محضر کې دا سزاګانې عملي شوي دي.»

نور ولولئ: د طالبانو د اعدامونو لړۍ؛ جوزجان کې بل کس اعدامېږي

نور ولولئ: د م.م د بشري حقونو عالي کمېشنري: طالبان دې اعدامونه او سزاوې ودروي

نور ولولئ: د جوماتونو له ملایانو د ندا محمد ندیم غوښتنه: “د منبر له لارې د اعدام د حکم له عملي کېدو دفاع وکړئ”

له بلې خوا د حقوقي چارو یو شمېر شنونکي او دیني عالمان که څه هم د شرعي قوانینو تطبیق په ټولنه کې د نظم او امنیت د ټينګښت په برخه کې ګټور بولي، خو وايي چې د تعزیري حکمونو د پليتابه په برخه کې شرعي قوانین او هغه نړیوال میثاقونه چې افغانستان یې غړیتوب لري، باید په پام کې ونیول شي.

curt (3)
طالب جنګیالي

د شرایطو په پام کې نیول

دیني عالم حسیب‌الله حنفي و ویل: « د شریعت حکم دا هم دی چې شرایط په پام کې ونېول شي، اړتیا ده چې یو قانون وي او اسلامي نظام موجود وي. هغه قاضیان چې دا پرېکړې کوي باید په شرایط برابر وي.»

حقوقپوه محمد آصف فقیري و ویل: « د جزا قانون په برخه کې افغانستان ګڼ نړۍوال میثاقونه لاسلیک کړي دي چې هغه هم د اجرا نړۍوال ضمانت او د دولت مدني مسوولیت لري.»

د سترې محکمې د معلوماتو له مخې، په فراه، لغمان، غزني، میدان وردګو او جوزجان ولایتونو کې د قصاص پنځه حکمونه هم عملي شوي دي، چې د بښنې نړۍوال سازمان او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر په ګډون د نړۍوالو سازمانونو له غبرګون سره مخ شول.

د یادونې وړ ده چې طالبان د جرم په تشخیص کې له پخوانیو میتودونو کار اخلي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button