نړیوال خبرونه

طالبان:کابل کې د ظواهري د حضور په اړه هیڅ معلومات نه لري

د ایمن الظواهري د مړینې په اړه معلومات نشته

افغان طالبانو ویلي، افغانستان ته د القاعدې شبکې د وژل شوي مشر ایمن الظواهري له ورتګ او هلته د نوموړي د اوسېدو په اړه هېڅ مالومات نه لري. د امریکا ولسمشر جو بایډن درې ورځې وړاندې اعلان وکړ چې ایمن الظواهري یې افغان پلازمېنه کابل کې په یوه ډرون برید کې وژلی دی.

پر افغانستان د امریکا د بې پیلوټه الوتکې برید

خو طالبانو له درې ورځني سکوت وروسته او په خپل رسمي غبرګون کې ویلي، د امریکا د ولسمشر د دې ادعا په اړه مالومات نه لري.‌ د طالبانو په اعلامیه کې راغلي چې د دې ډلې کشفي او استخباراتي ارګانونو ته سپارښتنه شوې ده چې د قضیې د ټولو اړخونو په اړه جدي پلټنې وکړي. طالبانو همدا راز ویلي، د افغانستان پر خاوره د امریکا ډرون برید له دوحې تړونه سرغړونه ده او که بیا دا ډول پېښې تکرار شي نو د هر ډول پایلو مسؤلیت به یې د امریکا پر غاړه وي.‌

د یادونې ده چې طالبانو تېره دوشنبه ناوخته ومنله چې امریکا د کابل ښار په شېرپور سیمه کې پر یوه کور ډرون برید کړی دی، خو دوی (طالبان) نه پوهېږي چې د برید هدف څوک و. څو ساعته وروسته د امریکا ګڼو رسنیو خبر ورکړ چې په هغه برید کې (چې د تېرې یکشنبې پر سهار شوی و) د القاعده شبکې مشر ایمن الظواهري وژل شوی دی.‌

نور یی ولوله | د امریکا او قطر د باندنیو چارو وزیران په کمبوډیا کې د افغانستان په اړه خبرې کړي

نور یی ولوله | انس حقاني وایي، د نجونو ښوونځی به دایم نه وي تړلي او ژر به پرانستل شي

ورپسې د امریکا ولسمشر بایډین هم سپینه ماڼۍ کې د رسنیو پر وړاندې راڅرګند شو او په دې برید کې د الظواهري د وژنې دعوه یې وکړه. د الظواهري د وژلو غبرګونونو کې د افغان سولې لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ویلي، دا شونتيا شته چې په طالبانو کې دې ځينو عناصرو له امريکا سره د القاعدې د مشر ايمن الظواهري په وژنه کې مرسته کړې وي.

د کابل شېر پور سیمه کې هغه کور چې باور کېږي ایمن الظواهري پکې وژل شوی. نوموړي چې د امریکا له ملي راډيو سره (اېن پي ار) سره خبرې کولې وويل، داسې احتمال شته چې د حقاني شبکې په ګډون يو شمېر طالب چارواکي په کابل کې د القاعدې د مشر ايمن الظواهري له شتون څخه خبر وي خو د نوموړي په خبره د دې ډلې ټول مشرتابه ممکن په دې نه و خبر.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button