کورني خبرونه

طالبان ادعا کوي چې تېر کال یې ۶۵ کیلو متره سیمه له ناچاودو توکو پاکه کړې

د طالبانو پېښو ته د رسېدو وزارت وايي، تېر کال یې ۶۵ کیلو متره سیمه له ناچاودو توکو پاکه کړې

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پر مهال یې په ۲۰ ولایتونو کې د هغو سیمو په اړه سروې بشپړې کړې چې د سېلابونو او نورو طبیعي پېښو له امله زیانمنونکې دي.

د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، څلورو نورو ولایتونو کې یې د داسې سیمو سروې هم کړي چې د زلزلې او ځمکې ښویېدنې له امله له ګواښ سره مخ دي.

نور ولولئ: افغانستان کې ناچاودو توکو تېر کال ۷۰۰ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

یاد وزارت زیاته کړه چې تېر یوه کال کې یې څه باندې ۶۵ کیلومټره سیمه له ماینونو او ناچاودو توکو پاکه کړې، خو په وینا یې، لا هم هېواد کې ۱۰۰۰ کیلومټره سیمه پر ماینونو او ناچاودو توکو پوښل شوې ده.

د یو سل شلو کوچنیو پروژو پلي کېدل

د دغه وزارت مسوولانو ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام کې د خپل کلني راپور وړاندې کولو پرمهال وویل چې د تېر یوه کال پر مهال دغه وزارت د طبیعي پېښو مخنیوي برخه کې ۱۲۰ کوچنۍ پروژۍ پلې کړې دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مالي او اداري رییس عبدالرحمن ذاهد وویل: «۱۲۰ کوچنیو پروژو کې استنادي دیوالونه، د سیندونو مسیر پاک‌والی، د کانالونو او سرکونو رغول شامل دي چې په پلې‌کېدو سره یې د کورنیو ځاني او مالي ژوند، ښوونځي، کرنیزې ځمکې او د هستوګنې کورونه له ویجاړېدو خوندي شوي.»

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولانو همداراز وویل چې یوه کال یې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو ۹۶۵زره کورنیو سره نغدي مرستې کړې دي.

زیانمنو ته رسیده ګي نه ده شوې

که څه هم دغه وزارت تاییدوي چې د طبیعي پېښو له امله زیانمنو ته د رسېدنې برخه کې د بودیجې کمښت سره مخ دی، خو ادعا کوي چې دغه وزارت د تېرو کلونو په پرتله طبیعي پېښې ښې مدیریت کړي.

نور ولولئ: کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه ځانمرګي برید له پراخو غبرګونونه مخ شو

د یاد وزارت ویاند شفېع‌الله رحیمي وویل: «موږ عادي بودیجه نه‌لرو، خو اضطراري بودیجه چې هر وخت پېښې کېږي په واک کې راکول کېږي چې رسېدنه ورته وکړو.»

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان همداراز وايي چې تېر یوه کال د طبیعي پېښو له امله لږ تر لږه ۱۴۰۰ کسان مړه او ټپیان شوي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button