نړیوال خبرونه

کابل کې د روسیې سفارت ته څېرمه ځانمرګي برید له پراخو غبرګونونه مخ شو

د روسیې سفارت ته څېرمه ځانمرګی برید شوی

پرون دوشنبه غرمه مهال په کابل ښار کې د روسیې سفارت ته څېرمه یو ځانمرګي برید وشو چې د ملګرو ملتونو تر څنګ په کور دننه او باندې له پراخو غبرګونونو سره مخ شو. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د کابل ښار په دارالامان سیمه کې د روسیې سفارت ته نږدې دغه ځانمرګی برید غندلی دی

یوناما د دې برید په غبرګون کې د یوې خپرې کړې اعلامیې له لارې له اسلامي امارته غوښتنه کړې چې “واکمن چارواکي” دې د خلکو او همدارنګه د “ډېپلوماتیکو ماموریتونو” د خوندیتوب او امنیت لپاره ګامونه پورته کړي. د کابل د امنیې قومندانۍ د ویاند خالد ځدراڼ د خبر پاڼې له مخې، نن د کابل ښار اوومې حوزې اړوند د روسیې سفارت سره نږدې یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل د خلکو په ګڼه ګوڼه کې ځان ته چاودنه ورکړي، خو موخې ته له رسېدو مخکې امنیتي ځواکونو په نښه کړی چې له امله یې چاودنه رامنځ ته شوې

د هغه په وینا، په‌دې پېښه کې څلور افغانان او د روسیې سفارت دوه کارکوونکي وژل شوي او یو شمېر نور افغانان ټپيان دي. ورته مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې خبرپاڼه کې د خپل سفارت د دوو کارکوونکو د وژل کېدو خبره منلې، خو د وژل شویو کسانو هویت یې نه‌دی په ډاګه کړي

نور یی ولوله | افغانستان کې د زلزلې له امله ۸ کسان مړه شوي دي

نور یی ولوله | د کومکونو نړیواله ورځ د عربی اماراتو د کومکونو دوام د ستایلو وړ دی

د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره تماس

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت همداراز زیاته کړې چې د افغانستان له امنيتي برخو سره په اړيکه کې دي او د دې پېښې په اړه څېړنې دوام لري. له دې سره هم‌مهاله په کابل کې د ایران سفارت یاد برید غندلی او د ټویټر له لارې یې هیله څرګنده کړې چې د دې پېښې عاملان ژر تر ژره ونیول شي او په خپلې سزا ورسېږي.

د دې تر څنګ د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي یاد برید غندلی. د نوموړي دفتر په‌دې اړه د هغه پر فېسبوک پاڼه په یوې رسنیزه اعلامیه کې لیکلي: «د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د روسیې سفارت ته مخ ته تروریستي برید چې د یو شمېر هېوادوالو د شهادت او ټپي کېدو سبب شوی، غندي

همداراز ښاغلي کرزي د دې برید په اړه د افغانستان لپاره د روسیې ولسمشر له ځانگړي استازي ضمیر کابلوف سره په ټلېفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د نېکو اړیکو پر لا ټینگښت او پراختیا ټینگار کړی دی. 

په‌دې لړ کې د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم په یو لړ ټویټونو کې دا برید غندلی او زیاته کړې یې ده چې امنیتي ارګانونو د پښې په تړاو هراړخیزه څېړنه پیل کړې او د سفارت د لا خوندیتوب لپاره به لا زیات جدي ګامونه هم پورته کړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button