کورني خبرونه

طالبان: افغانستان کې درنې واورې ۹کسان مړه کړي

طالبانو خبر ورکړی چې وروستیو واورو او اورښتونو ۹کسان مړه کړي او لسګونه څاروي له منځه تللي دي

په افغانستان کې د کب میاشت کې درنو اورښتونو او واورو خلکو ته سر او مال زیان اړولی دی.

د غور ولایت طالب چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې تراوسه ۲۵۰۰ ډنګره څاروي له منځه تللي دي.

د طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وايي، د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د واورې، بارانونو او سړې هوا له امله نهه کسان مړه شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د دې وزارت ویاند ملا جانان سایق رسنیو ته په استولي ویډیو کلیپ کې ویلي: “د پېښو سره د مبارزې د ولایتي مسوولانو د وروستیو راپورونو له مخې د واورې، بارانونو او سړې هوا له امله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې نهه کسان مړه شوي، دوه ټپیان شوي، درې کورونه تخریب شوي او ورسره ترڅنګ ۷۵ څاروي له منځه تللي دي.”

snowfall۳
طالبان: افغانستان کې درنې واورې ۹کسان مړه کړي

له واورې اورېدو له کبله د ځینو لارو بندېدل

دی وايي، د سالنګونو په ګډون د یو شمېر ولایتونو لویې لارې هم د ټرافیکو پرمخ تړل شوي چې د خلاصولو هڅې یې روانې دي.

په همدې حال کې د فاریاب او بادغیس ولایتي چارواکو یو شمېر رسنیو ته ویلي چې په دې ولایتونو کې درنې واورې او یخنۍ د مالدارانو زرګونه څاروي له منځه وړي او په دې سره هغه بزګران هم چې له وړاندې سختې وچکالۍ ځپلي له سختو اقتصادي زیانونو سره مخ شوي دي.

snowfall1
طالبان: افغانستان کې درنې واورې ۹کسان مړه کړي

نور ولولئ:   په افغانستان کې د درنې واورې اورېدو له امله ځینې لارې تړل شوي

نور ولولئ: دافغانستان د هوا پېژندنې اداره: په ۲۵ ولایتونو کې به درنه واوره وورېږي

نور ولولئ: د درنې واورې ورېدو او توپان له امله د سالنګ لویه لار یو ځل بیا وتړل شوه

په بادغیس کې د مړو شویو څارویو شمېر اته سوه او په فاریاب کې له زرو ډېر یاد شوی، خو په رسمي ډول دا شمېر لا نه دی تایید شوی.

د دې ولایتونو سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې په دې ولایتونو کې څاروي د غره په لمنو کې ایسار پاتې شوي او د واورې ورېدنې له امله له منځه تللي دي.

snowfall2
د هرات ولایت زلزله ځپلي سیمه

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هوا پېژندنې اداره

د طالبانو تر کنټرول لاندې هوا پېژندنې ادارې څو ورځې وړاندې خبر ورکړی و چې د افغانستان په ۳۱ ولایتونو کې شدیدې واورې او بارانونه اوري.

دغه ادارې له خلکو غوښتي چې بې له ضرورته دې سفرونه، نه کوي او په کور دې پاتې شي.

په ورته مهال د ځینو ولایتونو او ولسوالیو لارې هم د درنې واورې اورېدو له امله تړل شوي دي.

هاخوا د هرات ولایت زلزله ځپلي وايي چې دوی په دې یخه څپه کې سرپناه نه لري، له خوراکي او نورو توکو له کمښت سره هم مخامخ دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button