ځایی

طالبان افغانستان کې ښځې له کار او زده کړو منع کوي، خو بهر کې له نیم لوڅو سره انځورونه اخلي

طالبان تر خپل حاکمیت لاندې د اسلامي شریعت په نوم خلک شکنجه کوي، خو له هېواد بهر دوی هر ډول ازادي مني

له یوې بهرنۍ انجلۍ چې نیمه لوڅه ده، د طالبانو د خوراکي توکو او درملو ادارې مسئول مولوي عبدالباري عمري دی چې یو ځای یې ورسره عکس اخیستی دی. دی په داسې حال کې له یوې بهرنۍ سره د غونډې له پای ته رسېدو وروسته عکس اخلي، چې دوی دننه په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې د کار او زده کړو هر ډول محدودیتونه وضع کړي او دوی یې له خپلو دغو اساسي حقوقو محرومې کړي دي.

نور ولولئ: ګورډن براون: د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو ځورول د بشریت ضد جنایت دی

دوی دغه افغان ښځې د شریعت تر عنوان لاندې سره له دې له خپلو حقوقو محرومې کړي چې هم له پیله او تر اوسه حجاب مراعتوي او هم ورته د اسلام مبارک دين د زده کړو او کار اجازه ورکړي ده.

طالبان څه غواړي؟

اکثره کار پوهان په دې اند دي چې طالبان د هغو استخباراتو برنامو په لړ کې چې نورو کړیو ورکړي، غواړي چې د شریعت تر عنوان لاندې افغاني ټولنه په هر لحاظ فلج او له پښو وغورځوي. دوی د همدې لپاره پر افغان ښځو هر ډول محدودیتونه لګولي او نه غواړي چې افغاني ټولنه یوه بافرهنګه او په علمي لحاظ غوړېدلي ټولنه اوسي.

نور ولولئ: امریکايي سفیرې د طالبانو پر وړاندې د نړۍ هېوادونه یو والي ته راوبلل

طالبان پوهېږي چې د نړۍ او په نړۍ کې د هېوادونو ټول پرمختګ یوازې په عصري علومو پورې تړلی دی، خو دوی بیا عصري علوم هغه هم په ښځو باندې حرام ګرځولي او اجازه نه ورکوي چې د نورې اسلامي نړۍ په څېر افغانستان کې ښځې زده کړې او کار وکړي.

د طالبانو دغه پوچه مفکوره ننګول په کار دي

که افغانان غواړي چې له نړۍ سره سیالي وکړي او خپل فرهنګ او د هېواد تاریخي مخینه ژوندۍ وساتي، نو باید د طالبانو دغه پوچه مفکوره وننګوي او اجازه ورنه کړي چې د دوی د خویندو او میندو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلي پاتې شي او دغه ناوړه د ښځو ضد تګلاره له منځه یوسي.

که چېرته افغانان د ښځو د کار او زده کړو لپاره مبارزه ونه کړي، نو افغانستان به هېڅکله په نورو برخو کې پرمختګ ونه کړي او که کوم پرمختګ هم کوي، نو هغه پرمختګ به تلپاتې او د ملت په ګټه نه وي بلکې موقته یا لنډمهال لاسته راوړنه به وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button