نړیوال خبرونه

طالبان: جګړه د هیڅ چا په ګټه نده

طالبان: جګړه د هیڅ چا په ګټه نده داسې حال چې د طالبانو او امریکا تر مابین د لاسلیک شوي توافق په اړه د امریکا د نوې حکومت ګونګ مؤقف د یاد تړون د برخلیک او په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د حضور د دوام په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.

د طالبانو ډلې په یوه رسمي بسانیه کې پر امریکا او ناټو غږ کړی، چې د قطر تړون ته ژمن پاتې شي او له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.په خپره شوې اعلامیه کې طالبانو ویلي، چې دوی له امریکا سره کړي تړون ته ژمن پاتې شوي، د جګړې کچه یې راټيټه کړې، بین الافغاني مذاکرات یې پيل کړي او نه یوازې چې په افغانستان کې هیڅ بهرنی عسکر نه دی وژل شوی؛ بلکې هیچا ته اجازه نه ده ورکړل شوې، چې بهرنیو هیوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

بیانیه کې مښکې راغلي، چې «مقابل لوری تړون ته ژمن نه دی پاتې شوی، په ولایتونو کې یې عملیات پیل کړي، پر طالب جنګیالیو یې بریدونه کړي، د طالبانو خلاف یې «پروپاګند» کړی او د طالبانو د بدنامۍ په موخه یې په ښارونو کې علمي کدرونه ترور کړي دي، چې د اعلامیې په بنسټ، تړون ته د «نه ژمنتیا» څرګندې بېلګې دي.دغه ډلې ددې تر څنګ کړي توافق ته د ژمن پاتې کېدو په اړه ډاډ ورکړی

او پر امریکا او ښکېلو اړخونو یې هم تړون ته د ژمنتیا غږ کړی اسلامي امارت یوځل بیا په ټولو جهتونو غږ کوي چې د پروپاګند، پارونو، بې بنسټه ادعاوو، او فضا مکدرولو پرځای خپلو تعهداتو ته ژمن پاتې شي،طالبانو د ناټو راتلونکې ناستې ته د خپل پيغام په ډول لیکلي، چې « د اشغال او جګړې دوام نه ستاسو او نه مو د اولسونو په ګټه دی اونه هم زموږ د ولس.

taliban 2

او ددې تر څنګ یې  ویلي، چې هیڅوک باید غلطه محاسبه ونکړي او دلته «اشغال ته دوام ورنکړي.دويي زیاتوي زموږ دین موږ ته له خپلو کړو وعدو څخه د سرغړونې اجازه نه راکوي، زموږ لخوا دې څوک تشویش نه لري، بلکې پخپل اړخ کې دې تعهدات عملي کړي تر څو سولې ته لاره هواره شي.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button