طالبان: د اینده نظام په اړه به پریکړه په خپلمنځي مذاکراتو کې کېږي

طالبان: د اینده نظام په اړه به پریکړه په خپلمنځي مذاکراتو کې کېږي د طالبانو له سیاسي دفتر څخه روسیې ته تللی پلاوی وایي، اسلامي امارت ورته اهمیت لري، خو د راتلونکي اسلامي نظام پریکړه به په مذاکراتو کې کېږي.
د طالبانو څلور کسیز پلاوی چې د شهاب الدین دلاور په مشرۍ مسکو ته تللی وو، هلته یې د یاد هیواد له چارواکو سره د افغانستان د سولې پروسې، امنیتي وضعیت او نورو اړوندو مسایلو په اړه خبرې وکړې.طالب پلاوي په مسکو کې يوې خبري ناستې ته وویل، چې دمګړۍ د افغانستان پر ۸۵ سلنه خاوره واکمني لري او که وغواړي کولای شي، د دوو اوونیو دننه ټول افغانستان ونیسي.

خو ددوی له قوله، د واک انحصار نه غواړي او په راتلونکې نظام کې به ټول افغانان ونډه ولري.د پلاوي له منځه شهاب الدین دلاور وویل، چې نړیوالو ته اطمنان ورکوي د افغانستان خاوره به د نورو هیوادونو خلاف نه استعمالېږي او نه به هم داعش ته اجازه ورکړل شي، چې افغانستان کې د واک ساحه پراخه کړي او یا هم ګډوډي رامنځته کړي.
نوموړي ددې تر څنګ زیاته کړه، چې له افغانستان سره په پوله پراته هیوادونه باید اندېښنه ونه لري او طالبان تیار دي، د هغوی اندېښنې د خبرو له لارې رفع کړي.د پلاوي یو بل غړي «سهیل شاهین» وویل، چې ټول سوداګریز بندرونه او ښارګوټي چې د طالبانو له لوري نیول شوي دي، فعال پاتېږي او په چارو کې به یې هيڅ ډول خنډ نه رامنځته کېږي.
هغه ددې تر څنګ زیاته کړه، چې د سولې خبرو د پرمختګ په تمه یې پسرلني عملیات نه دي اعلان کړي او سره له دې چې له امریکا سره په شوې توافقنامه کې يې هیڅ منع نه وه راغلې، طالبانو پر لویو ښارونو بریدونه نه دي کړي.