نړیوال خبرونه

طالبان د دوحې ناستې له اجنډا خبر نه لري

امیرخان متقي د دوحې ناستې د اجنډا په اړه له اوتونبایوا پوښتنه کړې ده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازي روزا اوتونبایوا سره په لیدنه کې د دوحې ناستې د اجنډا په اړه وضاحت غوښتی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل وايي چې ښاغلي متقي او اغلې اوتونبایوا د وروستیو ډیپلوماټیکو پرمختګونو او د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړي دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا څخه د دوحې غونډې د اجنډا او ترکیب په تړاو وضاحت غوښتی دی.

taliban
د دوحې غونډه

پر ډیپلوماټیکو پرمختګونو شوي خبرې

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل وايي چې ښاغلي متقي او اغلې اوتونبایوا د وروستیو ډیپلوماټیکو پرمختګونو او د دوحې د راتلونکې ناستې په اړه خبرې کړي دي.

نور ولولئ: متقي دوحه کې د یو شمېر هېوادونو له استازو غوښتي چې له کابل ماموریت ترسره کړئ

نور ولولئ: د دوحې غونډه؛ د افغان ښځو او نجونو پر وضعیت بحثونه روان دي

نور ولولئ: راتلونکې اوونۍ په کابل کې د سیمه‌ییزو هېوادونو غونډه

نوموړی همدارنګه څرګندوي چې امیرخان متقي د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پرېکړه په اړه د اسلامي امارت دریځ یو ځل بیا په ډاګه کړی او د طالبانو او ملګرو ملتونو سازمان ترمنځ یې پر رغنده تعامل ټينګار کړی دی.

ضیا احمد تکل په دې هکله وايي:«متقي صاحب د دوحې د راتلوونکي غونډې د اجنډا او ترکیب په اړه له یوناما څخه د زیاتو وضاحتونو غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه چې د وضاحتونو په رڼا کې به د امارت د پلاوي د ګډون په اړه پرېکړه وکړي.»

ښاغلی تکل زیاتوي چې روزا اوتونبایوا په دغې لیدنه کې د دوحې غونډه کې د طالبانو د پلاوي د ګډون غوښتنه کړې ده.

د طالبانو ویره څه ده؟

د دوحې په ناسته کې طالبان ویره لري چې که چېرته یادې غونډې ته د افغان ښځو په استازیتوب مدني او سیاسي فعالانې ور وغوښتل شي، نو کېدای شي، طالبان نور هم پر نړیوال سټېج بدنام او هغه څه د دوی پر وړاندې ورته ووايي چې تر اوسه د ښځو په برخه کې له نړیوالو پټ پاتې شوي دي.

د م.م امنیت شورا د افغانستان لپاره د غونډې په ترڅ کې نوی استازی ټاکي

بل لور ته شنونکي وايي چې طالبانو په زندانونو کې د بندیانو پر شکنجو، برقي شاټونو، ربړونو او نورو بشري سرغړونو تورن دي، نو کېدای شي د دوحې په غونډه کې ورڅخه په دې اړه پوښتنې وشي.

خو بل لورته بیا د نظر خاوندان وايي چې نړیواله ټولنه د طالبانو پر دغه کړنو سترګې پټوي او دوی ته له نړۍ سره د تعامل زمینه برابروي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button