تجارت خبرونه

طالبان: د سالنګ لویې لارې د ۸۰ کیلومټره سړک رغوو

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په شتون کې د یادې لارې د رغونې چارې پیل شوې

د سالنګ لوی لارې د ۸۰ کیلومټره سړک د بیارغونې چارې پرون «چهارشنبه- د چنګاښ ۲۱مه» د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر د ټولګټو وزارت سرپرست محمدعیسی ثاني او د بغلان او پروان ولایتونو محلي مسوولانو په شتون کې پیل شوې.

د یاد سړک د رغونې چارو د پرانېستلو پر مهال عبدالغني برادر وویل چې د قوش‌تېپې کانال وروسته دا په هېواد کې دویمه ستره ملي او اقتصادي پروژه ده چې په بشپړېدو سره به یې له شمال څخه سوېل ته د تګ‌راتګ او سوداګریزو توکو لېږد برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

له قراردادي شرکتونو سره هر راز مرسته کېږي

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال زیاته کړه چې سرپرست حکومت د پروژو بشپړېدو ته چمتو دی او ژمنه یې وکړه چې دې برخه کې قراردادي شرکتونو سره به هر راز مرسته وکړي.

د سالنګ لویه لاره د پروان له جبل‌السراج ولسوالي د بغلان تر خنجان ولسوالي غځېدلې چې د دوو کلونو په موده کې به د دوو خصوصي شرکتونو له لوري بیاورغول شي.

تراوسه د یادې پروژې ټولییز لګښت نه دی په ډاګه شوی. د ټولګټو وزارت سرپرست بیا وايي چې د سالنګ لویې لارې د اسفالت لګښت له یادې لویې لارې د ټولو شویو عوایدو څخه ورکول کېږي.

د یادې پروژې د امنیت لپاره د امنیتي کسانو ګمارنه

د پروان د امنیې قومندان عزیزالله عمر وايي چې د یادې پروژې پلې‌کېدو لپاره ۱۰۰سلنه امنیت نیول شوی دی. هغه اړوند قراردادي شرکتونو او مسافرو ته ډاډ ورکوي چې کولای شي پر دې لاره شپه او ورځ تګ‌راتګ وکړي.

دا په داسې مهال دی چې له تېرو اوو کلونو راهیسې د سالنګ لویې لارې د دواړو غاړو اوسېدونکو او مسافرو د یادې لارې له خرابوالي شکایت درلود.

نور ولولئ: د میوو او سبزیو سوداګر شکایت کوي چې پر سالنګ یې موټر درول کیږي

د سالنګ لویه لاره د هېواد نهه شمالي ولایتونه او څلور ستر سوداګریز بندرونه له پلازمېنې کابل سره نښلوي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم د افغانستان په خاص ډول د کابل کندهار لویه لار تر ټولو ډېره خرابه ده او خلک پر طالبانو نیوکه کوي چې ددې لارې کارونه نه پیلوي او نه هم ورته پام کوي. دوی زیاتوي چې ددې لارې اکثره پلونه د طالبانو له لوري الوزول شوي او تخریب شوي دي، خو طالبانو ددې نیوکو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button