نړیوال خبرونه

طالبان: د سولې مزاکرات لا هم دوام لري

طالبان: د سولې مزاکرات لا هم دوام لري.وروسته له هغه چې يو شمېر رسنیو په دوحه کې د خپلمنځي مذاکراتو د ځنډېدو خبر ورکړ؛ خو په دې اړه طالبان وایي، یاد راپورونه بې بنسټه دي او بین الافغاني مذاکرات لا هم دوام لري.

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر وترجمان ښاغلی محمد نعیم رسنیو ته په لېږلي یوه پيغام کې لیکلي «هغه خبرونه چې وايي په دوحه کې بين الافغاني مذاکرات تر نا معلومې نېټې پورې ځنډيدلي، حقيقت نه لري، د بين الافغاني مذاکراتو دواړو ټيمونو تر منځ تماسونه جريان لري.»دهغه په خبره، هر ځای د مذاکراتو معمول داسې دی چې دوامداره مجالس نه ترسره کېږي او کله ناکله خپلمنځي مجالسو ته هم پکې اړتیا پیښېږي.

دهغه دوضاحت وروسته له هغه دی، چې یو شمېر رسنیو راپورونه ورکړل چې ګواکي په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرې تر نامعلومې مودې ځنډېدلې دي.تر دې ومښکې هم ویل کېدل چې د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي لا دوحې ته نه دي رسېدلي، چې له امله يې مذاکرات له خنډ او ځنډ سره مخ دي؛

خو له دوحې څخه یوه سرچینه وایي، د طالبانو د مذاکراتي ټيم ټول غړي په دوحه کې موجود دي.یاده دې وي، چې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو د روانې میلادي میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې پیل شو او داسې تمه کېږي، چې په دې پړاو کې به  د اجنډا پر مهمو موضوعاتو خبرې کېږي.

طالبان: د سوله مزاکرات لا هم دوام لري
طالبان: د سوله مزاکرات لا هم دوام لري

اوسمهال باید رسنی د بې بنسټه خبرونو نشرولو او منفي تبلیغاتو څخه ډډه وکړي.ترڅو دغه مزاکرات مښکې لړ شي او افغانان دې بد بختی نه الله تعالی نور په امان کې وساتي.ځکه د روان جنګ څخه ډېر افغانان قرباني شول اولا هم قربانیږي.اوسمهال په پلازمېنه کابل کې خلکو ته ځیان رسول اسانه شوي دي.او د ډېرو خلکو ژوند ېې سختی سره مخ کړی.

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button