اقتصاد او سوداګري

طالبان: له تاشکند سره د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا غږېدلي یو

په دې اړه د طالبانو بهرنیو چارو وزیر د ازبیکستان له سفیر سره کتلي دي

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي په کابل کې د ازبیکستان له سفیر سره لیدنه او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په ګډون د ځینو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

د یاد وزارت چارواکو ویلي، چې په لیدنه کې دواړو خواوو د دواړو هېوادونو د لوړپوړو پلاوو پر سفرونو، د دوه اړخیزې سوداګرۍ او له تړون سره سم د وارداتي برېښنا پر لېږد غږیدلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د ازبیکستان له سفیر سره لیدنه او د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په ګډون د ځینو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

په دیپلوماتیکو اړیکو بحثونه

د یاد وزارت چارواکو ویلي، چې په لیدنه کې دواړو خواوو د دواړو هېوادونو د لوړپوړو پلاوو پر سفرونو، د دوه اړخیزې سوداګرۍ او له تړون سره سم د وارداتي برېښنا پر لېږد غږیدلي دي.

motaqi1

په دغه کتنه د سوداګرو او بار چلوونکو د ستونزو پر حل هم ټینګار شوی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضیا احمد تکل و ویل: « د بهرنیو چارو وزارت د ازبیکستان له سفیر په لیدنه کې د ټرانسپورټ برخې پر ستونزې خبرې کړي دي او ویې ویل که افغان سوداګرو او موټر چلوونکو ته پر وخت ویزې ورکړل شي، په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې به لازم پرمختګ رامنځته شي.»

نور ولولئ: نن به د افغانستان بانک ۱۴ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي

نور ولولئ: د افغانستان بانک: نوي بانک نوټونه به د اړتیا پر بنسټ بازار ته وړاندې شي

نور ولولئ: افغانستان بانک به دغه اوونۍ «۱۷» میلیونه ډالر لیلام کړي

اخوا، برېښنا شرکت وايي د افغانستان ډیره برخه برېښنا وارداتي ده چې له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه له ازبېکستان، تاجېکستان او ترکمنستانه را واردیږي او دغه شرکت پر دې توانیدلی چې د تېر حکومت راهیسې د برېښنا ۶۲۰ میلیون ډالره پور پرې کړي.

د ټرانزیټ پر بدلېدو ستر فرصت

د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي و ویل: « د برښنا شرکت وکولی شول چې د څلورو ګاونډیو هېوادونو ۶۲۷ میلیونه ډالر پور پرې کړي، د دې ترڅنګ مو د برښنا شرکت په تاریخ کې په لومړي ځل مخکې اداینه هم وکړه.»

یو شمېر سوداګر بیا وايي، د مرکزي اسیا له هېوادونو سره د راکړې ورکړې دوام د ټرانزیټ پر څلورلارې د افغانستان د بدلېدو لپاره تر ټولو ستر فرصت دی او دغو هېوادونو ته د افغانستان د سوداګرۍ د زیاتوالي لپاره باید ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

د اشرف غني اقتصادي طرحې؛ د منځنۍ اسیا هېوادونه اوس دلته اقتصادي ګټې لټوي

سوداګر محبوب الله محمدي و ویل: « منځنۍ اسیا نه یوازې زموږ د محصولاتو لپاره یو ښه مارکیټ دی بلکې د سیمې پر څلولارې د افغانستان بدلولو ته هم ښه فرصت دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو برنامې اقتصادي برنامو پورې اړوند دي.»

د یادونې وړ ده چې افغانستان په ۲۰۲۳ کال کې ډېر صادرات لرل.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button