ځایی

طالبان: “له مسکو سره ښې اړیکې لرو، چاته یې د خرابولو اجازه نه ورکوو”

ملا برادر وايي چې کابل او مسکو له یو او بل سره ښې اړیکې لري او چاته به یې د خرابولو اجازه ورنه کړي

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال ملابرادر اخوند د روسيې د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په لېدنه کې ويلي، چې دواړه هېوادونه پياوړي سياسي او اقتصادي اړيکې لري او د پراخېدو لپاره یې لا هڅې کوي.

په لېدنه کې په افغانستان کې د روسي سوداګرو پر پانګونې هم ټينګار شوی دی.

taliban
ملا برادر له روسانو سره په ناسته کې

دغه اړیکې به څوک زیانمنې نه کړي

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي دفتر یکشنبه پر اېکس پانه په يوې خبرپاڼه کې ليکلي، چې ملا عبدالغني برادر د روسیې د ولسمشر سلاکار او د اقلیم په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي روسلان عادلګیرییف سره په کابل کې په ليدنه کې ويلي، چې چاته به اجازه ورنه کړي څو د دې دواړو هېوادونو جوړو اړیکو ته زيان ورسوي.

نور ولولئ: د مسکو فارمټ غونډه کې پر طالبانو نوي فشارونه

نور ولولئ: مسکو د افغانستان اوسپنې پټلۍ کې پانګونې ته لېواله دی

نور ولولئ: روسیه، چین، ایران او پاکستان د افغانستان په اړه ګډه غونډه کوي

ملا برادر زياته کړې: «افغانستان او روسیه ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري او دواړه لوري باید په ګډه د یادو اړیکو پراخېدو لپاره هڅې وکړي او چا ته اجازه ور نه کړي، چې دغو اړیکو ته زیان ورسوي.» په ليدنه کې د روسيې فدراسيون سفير دیمیرتري ژیرنوف هم برخه درلوده.

پر ګډو همکاریو خبرې شوې

په اعلامیه کې ويل شوي، چې په لیدنه کې پر دوو اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، په افغانستان کې د روسي پانګوالو پر پانګونې، د اقلیمي بدلون په برخه کې پر ګډې همکارۍ او د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پراخوالي هم خبري شوي.

taliban1

د اعلاميې د معلوماتو له مخې؛ ملا برادر د اقليمي بدلون په نړۍوالو غونډو کې د افغانستان د استازي پر حضور ټينګار کړی او افغانستان یې د اقليمي بدلون په برخه کې زيانمن هېواد بللی.

ښاغلي روسلان عدلګیرییف په لیدنه کې ژمنه کړې، چې روسي پانګوال به په افغانستان کې پانګونې اچونې ته وهڅوي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نور الدین عزیزي هم تېره ورځ په کابل کې د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې د کډ اقتصادي کمېسیون د بیا پیل او د خپلمنځي اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا خبرې کړي دي.

د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت پر وړاندې د طالبانو بریدونو کې مسکو هغه وخت نېغ په نېغه طالبانو له اوسنۍ ډلې سیاسي او اقتصادي ملاتړ کاوه.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button