سفر خبرونه

طالبان له پاکستانه پر جبري راستېدونکو کډوالو ځمکې وېشې

طالبان وايي چې راتلونکی پسرلس به پر هغو کډوالو ځمکې ووېشي چې پاکستان په جبري ډول راایستلي دي

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په راتلونکي پسرلي کې به پر هغو راستنو شویو کډوالو د استوګنې او کرنې له پاره ځمکې ووېشي چې له پاکستانه په جبري توګه راستانه شوي دي.

واشنګټن او اسلام اباد د افغان کډوالو په تړاو تازه خبرې کړي

د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ له ریاسته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني پرون د تورخم د کډوالو په لنډ مهاله پنډ غالي کې د راستنو شویو کډوالو سره ژمنه وکړه، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې به پر هغوی د استوګنې او کرنې له پاره ځمکې ووېشي چې دوی وکولای شي هم په کې ځانونو ته مېنې ودانې او هم په کې کر کېله وکړي.

د کډوالو لپاره د نورو سهولتونو پر برابرولو کار روان دی

د طالبانو د کډوالو چارو سرپرست وزیر دا رنګه ویلي، د راستنو شویو کدوالو له پاره د نورو اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې لا له وړاندې چارې پیل شوې او ډېر ژر به په دغو برخو کې عملي کارونه پیل شي.

refugees
افغان کډوال چې افغانستان ته د ستنېدو په حال کې دي. 

افغانستان ته د ستنو شویو کډوالو تر ټولو ستره ستونزه د کورونو او سرپناوو نشتوالی دی، چې هغوی ترې کړېږي، سره له دې چې په افغانستان کې د ښارګوټو د جوړولو له پاره پرېمانه ځمکې شته؛ خو لا د دغو ځمکو د قانوني وېش په برخه کې عملی ګامونه نه دي اخیستل شوي.

نور ولولئ: ملګرو ملتونو پاکستان کې د افغان کډوالو تر منځ پر ویره اندېښنه وښوده

نور ولولئ: هېواد ته د ۳۲۷زره افغان کډوالو ستنېدل

نور ولولئ: افغانستان ته له څلور سوه زره زیات افغان کډوالو راستنېدل

له هغه مهاله چې پاکستان د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړه کړې، تر دې مهاله د ورکړل شویو شمېرو له مخې نږدې پڼخه لکه خلک د تورخم او سپین بولدک له لارو خپل هېواد ته ستانه شوي دي؛ خو د دوی تر ټولو ستره ستونزه د کورونو نشتوالی دی.

د افغانستان لپاره امریکايي شارژدافیره: راستانه شوي کډوال مرستو ته اړتیا لري

خو کډوال لا هم شکایتونه کوي

ګڼ افغانان وايي، که چېرته طالبان په خپلې دغې ژمنې رښتینی عمل وکړي او خلکو ته د کورونو د جوړولو او کرکېلې له پاره ځمکې ووېشي؛ نو لرې به نه وي چې ګڼ افغانان خپل هېواد ته د ستنېدو تکل وکړي او هلته د کرنې له لارې خپل ژوند هوسا او بسیا کړي.

refugees1
افغان کډوال چې له پاکستانه ایستل کېږي.

خو راستانه کړل شوي کډوالو رسنیو ته شکایتونه کړي چې دوی ته تر اوسه په دې یخ ژمي او ساړه هوا کې د سرپناه او خوړلو لپاره داسې مرستې نه دي شوې چې دوی دې له ستونزو وغوژري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button