سفر خبرونه

د کډوالو چارو وزارت: دننه په هېواد کې ۳۸۰ بې ځایه شوي کورنۍ لرو

دغه وزارت وايي، چې ددغه کورنیو د بېرته ځای پر ځای کولو لپاره یې هڅې روانې کړي دي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو کډوالو چارو وزارت وايي چې ډېری بې ځایه شوي د هرات، ننګرهار، کندوز، بغلان، تخار او مزار ولایتونو دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مرستیال عبدالرحمن راشد وايي، دم‌ګړۍ په هېواد کې څه باندې ۳۸۰ زره کورني بې‌ځایه شوي لرو.

ښاغلی راشد وايي چې ډېری دغه بې‌ځایه شوي د هرات، ننګرهار، کندوز، بغلان، تخار او بلخ ولایتونو دي چې، په تېر یوه کال کې څه باندې ۷ زره کورنۍ بېرته خپلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.

د بې ځایه شوو کورنیو لپاره د یاد وزارت پلان

د دغه وزارت مرستیال د بې ځایه شویو په تړاو د یاد وزارت تر لاس لاندې پروګرامونو یادونه هم کوي.

عبدالرحمن راشد وايي:«اسلامي امارت پرېکړه کړې چې دوی په داوطلبانه توګه خپلو اصلي مېنو ته ولېږدوي او د هغوی ستونزې او اړتیاوې پوره کېږي او هوډ لرو چې ورته کور ورکړو.»

نور ولولئ: اروپايي ټولنه وايي افغانستان په نړۍ کې د اقلیم تر سختو اغیزو لاندې هېوادونو په لېست څلورم هیواد دی

نور ولولئ:  اروپايي ټولنه: له پاکستانه راغلو افغان کډوالو سره ۶۱ میلیونه یورو مرسته کوو

ورته مهال، ځينې کورني بې‌ځایه شوي چې د هغوی کورونه د کابل ښاروالۍ لخوا ویجاړ شوي، له اسلامي امارته غواړي چې هغوی ته سرپناه جوړه کړي.

afghan (6)
په هېواد کې د ننه بې ځایه شوي کورنۍ

۴۲ کلن صالح محمد له څه باندې نهو کلونو راهیسې د کابل په یوې څنډه کې ژوند کوي. دی وايي، د کورنیو جګړو پر مهال له ننګرهار کابل ته راغلی او له هغه وخته تر اوسه په دې ځای کې ژوند کوي.

د بې ځایه شوو مجبوریتونه

صالح وویل:«اوس زه بېرته خپل کلي ته ځم، خو زه اوس دا وسه نه‌لرم چې زه خپل دغه لرګي، د خپل کور وسایل خپل کلي ته یوسم. زه اوس اړ یم چې خپل دغه لرګي په نیمه بیه خرڅ کړم.»

له دې سره سم، ځينې نور داخلي بې‌ځایه شوي وايي، ۸ ورځې مخکې کورونه یې د کابل ښاروالۍ له لوري وران شوي او دم‌ګړۍ له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دوی له اسلامي امارته غواړي چې، د سرپناه غم یې وخوري.

کورنی بې‌ځایه شوی وحید‌الله وايي:«په خپله معیوب یم او کونډې او یتیمان راته ناستې دي، څنګه وکړم؟»

بل کورني بې‌ځایه شوي زرولي هم څرګنده کړه:«ستونزه مو دا ده چې زموږ کور یې را ړنګ کړ، نور نه‌ د ځای درک شته او نه د پیسو درک شته چې، له دغه ځایه نه کور یوسو او په یو ځای ته یې ورسوو.»

د یادونې وړ ده چې په هېواد کې بې روزګاري او فقر د خلکو ورځنی ژوند ځپلی او نه شي کولی چې په سمه توګه خپل لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي. له همدې امله زیاتې کورنۍ له خپلو کورنیو او کلیو کوچېدلي دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button