طالبان وايي، افغانستان به د چین د یوه کمربند او سړک پروژې غړی شي
![455](https://afghannow.net/wp-content/uploads/2023/10/455-348x196.png)
په همدې خاطر دوی هڅه کوي چې چین ته یو تخنیکي پلاوی هم ولېږي تر څو پر یاده پروژه خبرې وکړي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وايي، حکومت یې غواړي چې افغانستان رسما د چین د یوه سړک یوه کمربند ابتکار غړی شي او په همدې تړاو د خبرو لپاره به چین ته یو پلاوی هم ولېږي.
نوموړي په بیجینګ کې د یوه سړک یوه کمربند فورم له کلنۍ غونډې یوه ورځ وروسته له رویټرز خبري اژانس سره خبرو کې ویلي، موږ له چین څخه وغوښتل چې د چین او پاکستان له دهلیز او یوه سړک او یوه کمربند له پروژې سره زموږ یو ځای کېدل ومني.
افغانستان کې پانګونې ته د چیني پانګوالو هڅوونه
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت ویاند “اخوندزاده عبدالسلام جواد” چین ته د ښاغلي عزیزي د سفر د موخو په تړاو بي بي سي ته وویل د سوداګرۍ وزیر به د دغه سفر په ترڅ کې افغانستان کې پانګونې ته د چینايي پانګوالو پر هڅولو سربېره، پر واخان سړک او همدارنګه د یوه سړک او یوه کمربند پروژه کې د افغانستان پر ور ګډېدو هم له چینايي چارواکو سره خبرې وکړي.
افغانستان کولی شي چین ته پرېمانه کاني مواد صادر کړي. د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي هم رویټرز سره خبرو کې ویلي، هېواد یې د چین د اړتیا وړ هر څه لکه لیتیوم، میس او سپنه لري او زیاته کړې یې ده چې افغانستان دمګړۍ تر بل هر وخت زیات پانګونې ته چمتو دی.”
نور ولولئ: چین د افغانستان لپاره نوی سفیر ټاکلی
دمګړۍ په افغانستان کې د چین د فلزاتو د کارپورېشن یا ایم سي سي په ګډون څو شرکتونه د کانې زېرمو په راسپړنه بوخت دي.
که څه هم ایم سي سي شرکت له تېر جمهوریت سره د لوګر د میس عینک کان د راسپړلو هوکړه لاسلیک کړې وه، خو ظاهرا د دغه شرکت او طالبانو حکومت تر منځ هم د یاد کان د راسپړلو په تړاو همغږي موجوده ده او د ځیني ابتدايي چارو د پیل په تړاو یې راپورونه خپاره شوي دي.
ددې کمربند په واسطه به هېواد ته د توکو راوړل اسان شي
د اقتصادي چارو شنونکي وايي، که افغانستان د چین له یوه سړک او یوه کمربند له پروژې سره ونښلي، نو په ځانګړي توګه له چین څخه افغانستان ته توکو د لېږد رالېږد وخت او لګښت به ډېر ور سره کم شي.
بیجینګ د جمهوریت له پرځېدو وروسته په افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د خپلو اړیکو د پراخېدو په لټه کې دی.
نور ولولئ: چین غواړي په افغانستان کې له طالبانو حکومت سره اړیکې پراخې کړي
تېره میاشت یې د کابل لپاره خپل نوی سفیر رسما معرفي کړ چې د طالبانو حکومت رییس الوزرا ته یې خپل اعتبار لیک وړاندې کړ. خو نورو هېوادونو د افغانستان لپاره پخواني سفیران دندو ساتلي یې شارژدافیران معرفي کړي چې د ډيپلوماټیکو اړیکو د اصولو له مخې، ځايي حکومتونو ته رسما خپل اعتبار لیک نه وړاندې کوي.
په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له خوا اداره کیدونکي حکومت سره د خپلو اړیکو د پراختیا په لټه کې دی، په داسې حال کې چې کوم بل بهرني حکومت دا اداره په رسمیت نه ده پېژندلې.