نړیوال خبرونه

طالبان: چین د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا څرګنده کړې

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزرات چارواکي وايي، چین د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او دا چې د دواړو لوریو غوښتنې یوه بل ته د منلو دي. د کانونو وزرات په وینا چین په لیتیمو او یورانیمو کې هم پانګونې ته لیوال دی، خو طالبان وايي، اوس یې تګلاره داده چې د دغو برخو زېرمو او کانونو د ایستلو پرځای د ساتنې لپاره یې کار وشي.

د کانونو وزارت ویاند مفتي عصمت الله برهان په دې هکله یوی سرچینې ته وویل، چینايي لوري لېوالتیا ښوولې، چې ژر به کابل ته ورشي او په دې هکله به له طالبانو حکومت سره نورې خبرې وکړي.

 

نوموړي یو خبریال ته په یوه مرکه کې وویل، د چین ځینې نورو شرکتونو په ځانګړې توګه د لیتیمو، یورانیمو او الماسو معادنو په برخه کې د کار کولو لېوالتیا شوولې، خو په وینا یې: ”د دوی ټینګار پر لیتیمو و، خو د لیتیمو برخه کې د افغانستان اسلامي امارت او د کانونو او پټرولیم وزارت اوسنۍ پالیسي یوازې د ساتنې برخه کې ده. ”

ښاغلی برهان وايي، چینایانو ته یې ویلي، چې د اوس لپاره کولای شي په نورو معادنو کې پانګونه وکړي، ځکه په وینا یې د دوی لپاره اوس د لیتیمو ساتنه مهمه ده.

د یادونې ده، چې یوه چینايي شرکت په ۲۰۰۷ کال کې د عینک کان د استخراج تړون د هغه مهال له افغان حکومت سره لاسلیک کړ او په پام کې وه چې دغه شرکت په مس عینک کان کې چې د مسو ستر کان بلل کېږي څه باندې درې ملیارده ډالره پانګونه وکړي، خو د بېلا بېلو ستونځو له کبله دا پروژه د کلونو په اوږدو کې له خنډ او ځنډ سره مخ پاتې شوه.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button