کورني خبرونه

طالبان وايي، له کجکي بنده کندهار او هلمند ته د برېښنا لېږد لپاره ”تجهیزات ترلاسه کوي”

طالبان وايي، د کجکي اوبو له بنده کندهار او هلمند ولایتونو ته د برېښنا لېږد لپاره اقدامات کوي. د ارګ په یوه اعلامیه کې ویل شوي، د طالبانو رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي په مشرۍ اقتصادي پلاوي په غونډه کې پرېکړه وشوه، چې له کجکي بنده د برېښنا لېږد لپاره باید تجهیزات ژر تر ژره ترلاسه شي.

د طالبانو اعلامیه کې دغه راز ویل شوي، د کجکي بند برېښنا تولید برخه کې چارې په چټکۍ سره پر مخ ځي او د نوي کال تر پیله به د دې بند برېښنا تولید وړتیا ۱۵۰ میګاواټه ته لوړه شي. په ټول افغانستان کې تولیدي برېښنا نږدې ۱۹ سلنه د دغه هېواد اړتیا پوره کوي، چې څلور سلنه له حرارتي او نوېدونکې انرژۍ او پاتې له اوبو تولېدي.

د دې هېواد لپاره نژدې ۷۷ سلنه برېښنا له ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران واردېږي. د کجکي بند د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د ۱۹۵۱ او ۱۹۵۳ کلونو په منځ کي د برېښنا د تولید او اوبو لګولو په موخه جوړ شو.

نور یی ولوله | د طالبانو دفاع وزیر له ګاونډيو هېوادونو څخه غوښتي چې د افغانستان الوتکې ور وسپاري

له کجکي بنده د برېښنا تولید ظرفیت لوړولو لپاره په ۱۹۷۵ کال کې پر دغه بند دوه توربینونه، چې هر یوه یې د ۱۶،۵ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لرله، نصب شول. وروسته بیا په ۲۰۰۸ کي د امریکا متحده ایالاتو او بریتانوي ماهرینو هڅي پیل کړې او یو بل توربین یې چې د ۱۹ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري، هلته ولیږداوه.

د ۲۰۱۶ کال نومبر کې بیا د کجکي پربند دریم توربین هم ګټې اخیستنې ته چمتو شو او په فعالېدو سره یې له دې بنده د برېښنا تولید ۵۱ میګاواټه ته پورته شو. په ورته مهال د هلمند کجکي برېښنا بند دویمې برخې جوړولو تړون هم لاسلیک شوی و، چې د هغه تړون له مخې به د کجکپ د برېښنا د تولید ظرفیت ۱۵۰ میګاواټه ته پورته کېده.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button