نړیوال خبرونه

طالبان وايې د نجونو ټول ښوونځي په نوي لمریز کال کې پرانیزو

طالبان وايي تمه ده د نوي لمریز کال په وري میاشت کې به د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له اسوشېټډ پرېس خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي حکومت به په دې تړاو خپلې ټولې هڅې وکاروي. پر افغانستان د طالبانو له ولکې سره تېرې څو میاشتې له شپږمو ټولګیو پورته نجونو ته په دې پلمه ښوونځیو ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي چې ګواکې نوې تګلارې جوړیږي.

د نړیوالې ټولنې یوې لوی او مهمې غوښتنې ته د طالبانو ځواب دا چې وايي د نوي لمریز کال په رادبره کېدو به د نجونو ټول ښونځي په هېواد کې پرانستل شي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له اسوشېټډ پرېس خبري اژانس سره خبرو کې دا هیله ښودلې چې حکومت یې په دې هڅه کې دی چې په وري میاشت کې به ټولې افغانې نجونې خپلو ښوونځيو ته ستنې شي.

دې مرکه کې ښاغلي مجاهد ویلي، د نجونو د زده کړو لپاره اسانتیاوې خورا مهمې دي، د نجونو او هلکانو ټولګي باید جلا شي، د نجونو لپاره خوندي لیلیې جوړې، او د ښونیزو ودانیو ستونزې له منځه لاړې شي.

واک ته له رسېدو سره طالبانو له شپږمو ټولګیو پورته نجونو پرمخ ښوونځي وتړل. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په نږدې ډېرو بهرنیو سفرونو کې ویلي چې ښوونځي به ژر پرانستل شي. ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته د طالبانو له لوري ورپېژندل شوي سهیل شاهین هم په ډېرو مرکو کې ویلي دوی د ښوونځيو د ژر پرانستل کېدو لپاره کار کوي.

نور یی ولوله | میچل سټارک کابو شپږ کال وروسته یو ځل په آی پي اېل کې د لوبېدو اراده لري

خو د پوهنې وزرات د دفتر ریس عبدالحکیم همت په یوه مرکه کې بي بي سي ته وویل چې د هېواد یوه کونج کې هم نجونې لوړو ټولګیو ته د تګ قانوني اجازه نه لري تر هغه چې د ریاست الوزار له لوري یې نوې تګلارې بشپړې شوې او اعلان شوې نه وي.

افغانې نجونو دې حالت یوه نهیلي راتلونکي ته کینولې ځکه په ۹۰مو کلونو کې طالبانو د خپلې واکمنۍ تر پایه دا ژمنه پوره نکړه چې ګواکې افغانې نجونې د ټولو زده کړو د بشپړولو حق لري.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د مرستیال وزیر او د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد دا تازه ژمنه پر کاله ناستو نجونو ته تر پسرلي د هیلو یو څرک دی او که طالبان پر ژمنه ودرېږي نو پر افغانو نجونو به د نوي کال او پسرلي غږ د خوښۍ زیری وي.

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button