لوبې

میچل سټارک کابو شپږ کال وروسته یو ځل په آی پي اېل کې د لوبېدو اراده لري

میچل سټارک کابو شپږ کال وروسته یو ځل په آی پي اېل کې د لوبېدو اراده لري، هغه په دې اړه غور کوي او موخه یې دا ده ترڅو نړیوال شل اوریز جام او د هند په کوربتوب ټیسټ لوبلړۍ ته چمتو شي.

میچل سټارک په هوبارټ کې د ایشیز لوبلړۍ له پنځمې لوبې وړاندې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې په دې اړه جدي غور کوي، چې فبرورۍ کې د آی پي اېل بولۍ ته نوملینکه وکړي.

نور یی ولوله | د کابل پوهنتون استاد ‘فیض الله جلال د طالبانو له بنده خوشي شوی

 

هغه ویلي، زه وړاندې له دې چې په رسمي ډول پرېکړه وکړم، دوه ورځې وخت لرم، که څه هم تر اوسه مې نوملیکنه نه ده کړې، خو د دې پرېکړې لپاره یو څه وخت لرم.

میچل سټارک د هند غوره لیګ په دوو پړاوونو کې، یعنې ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کې د رایل چیلنجرز بېنګلور په ګټه لوبېدلی دی او په تېرو اوو کلونو کې د نړۍ غوره او د شل اوریزو لوبو ارزښتناک توپ اچونکی تمام شوی.

هغه رایل چیلنجرز بېنګلور لپاره ۲۷ لوبې ترسره کړي، په دې لوبو کې یې د ۷.۱۶ اکانومۍ په لرلو سره په ۱۷ اوسط سره ۳۴ ویکټې ترلاسه کړي دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button