طالبان: پاکستان کې پر مسافر وړونکي اورګاډي برید له افغانستان سره تړاو نه لري

اړوند خبرونه:
بلوڅ لبریشن ارمي بلوچستان کې د اورګاډي ۴۰۰ مساپر برمته کړي
بلوچ بېلتون غوښتونکو۶ پوځیان وژلي او ۱۰۰ نور لا هم یرغمل دي
د افغانستان د طالبانو حکومت ویلي چې په بلوچستان ایالت کې د مسافر وړونکي اورګاډي برید له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري او د دې ډلې په وینا د پاکستاني چارواکو ادعاوې “بېاساسه” دي.
د بلوڅ د ازادۍ پوځ په نوم ډلې تندروانو د سې شنبې په ورځ په بلوچستان ایالت کې د سیبي په سیمه کې پر هغه مسافر وړونکي اورګاډي برید وکړ چې له کوټې څخه پېښور ته روان و، او له ۴۵۰ څخه زیات مسافر یې یرغمل کړل.
د پاکستان د پوځ ویاند، احمد شریف چوهدري، د چهارشنبې په ورځ وویل چې د پاکستاني ځواکونو له ۳۰ ساعتونو زیات عملیاتو وروسته “ټول ۳۳ ترهګر” ووژل شول او سلګونه یرغمل خوشې شول.
چوهدري زیاته کړه: “په هغه جریان کې چې د تصفیې عملیات روان و، ترهګر له خپلو همکارانو او د فکر له مشرانو سره چې په افغانستان کې مېشت دي، د سپوږمکۍ ټیلیفونونو له لارې په اړیکه کې وو.”
سربېره پر دې، د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي چې “دا برید د افغانستان څخه د ترهګرو د مشرتابه حلقې لخوا طرحه او رهبري شوی و.”
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي، د پنجشنبې په ورځ د مارچ په ۱۳مه (د حوت ۲۳مه) په ټولنیزه شبکه ایکس کې د بېګناه کسانو د وژل کېدو له امله د خواشینۍ څرګندولو ترڅنګ د پاکستان د پوځ د ویاند ادعاوې رد کړې.
په دې اعلامیه کې راغلي: “پاکستاني اړخ ته مشوره ورکوو چې د داسې غیرمسوولانه څرګندونو پر ځای، د خپلو امنیتي او داخلي ستونزو په حل تمرکز وکړي… هېڅ د بلوڅ مخالفانو غړی په افغانستان کې شتون نه لري.”
پاکستاني چارواکو تل ادعا کړې چې ترهګرې ډلې خپل بریدونه د افغانستان له پناه ځایونو څخه پر پاکستان طرحه او رهبري کوي، خو د افغانستان طالبان دا ادعاوې ردوي او پاکستان تورنوي چې د خپلو امنیتي ناکامیو بار پر افغانستان اچوي.