کورني خبرونه

طالبان په کابل کې فعال سفارتونه د رسمیت پېژندنې په مانا بولي

لوړپوړی طالب چارواکی مولوي عبدالکبیر وايي چې په کابل کې د سفارتون شتون رسمیت پېژندنه ده

د افغانستان د ریاست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وايي چې کابل کې د ځینو هېوادونو سفارتونه پرانېستې دي چې د ده په ټکو «دا د رسمیت‌ پېژندنې» په معنی ده.

مسکو: طالبان په رسمیت نه پېژنو

د نوموړي په وینا، که څه هم ځینو هېوادونو په ښکاره توګه سرپرست حکومت په رسمیت‌ نه‌دی پېژندلی، خو زیاتوي چې دغه هېوادونه له افغانستان سره د رسمیت پېژندنې په ډول  رسمي اړیکې او راکړه ورکړه لري.

له قومي مشرانو سره د مولوي کبیر لیدنه

مولوي عبدالکبیر دغه څرګندونې «چهارشنبه، سلواغې یوولسمه» خوست کې «د قومي مشرانو او دیني عالمانو» یوې غونډې ته کړې دي.

نوموړي وویل: «که د دنیا ځينې ملکونه موږ تاسې په خولې باندې په رسمیت نه‌یوو پېژندلي، خو دنیا عملاً له موږ سره د رسمیت پېژندنې معامله کوي، ځکه چې یو څوک خپل تجارتي سرحد له ما سره خلاص کړی، سفارت دې په کابل کې خلاص دی، زما سفارت دې په خپل ملک کې منلی، نو رسمیت وايي څه ته؟»

نور ولولئ: تازه؛ متقي وايي چې افغانستان کې د یوناما په شتون کې ځانګړي استازي ته اړتیا نشته

نور ولولئ:  متقي: له پاکستان سره ښې اړیکې غواړو

نور ولولئ: امیر خان متقي وايي، رسمیت پېژندنه د فشار په توګه کارول کېږي

د افغانستان د ریاست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير د یادې غونډې ګډونوالو ته وویل چې له نړی سره پرته له دليل ترینګلتیا نه‌غواړي او په وینا یې، نه‌غواړي خپل ملت ته ستونزه جوړه کړي.

eww
په کابل کې د هند سفارت وداني

هغه ټينګار وکړ، که نړۍ افغانستان کې د ټول‌ګډونه حکومت په پلمه د تېر نظام ځینې کسان چې پر فساد ککړ دي، اوسني حکومت کې شاملېدل، غواړي، دوی به یې هېڅ‌‌کله ونه‌مني.

طالبان خپل حکومت ټولګډونه بولي

د نوموړي په وینا، اوسني سرپرست حکومت کې د افغانستان د ټولو قومونو او مذهبونو خلک ګډون لري او د نړيوالو هغه څرګندونې یې بې‌بنسټه وبللې چې په افغانستان کې ټول‌ګډونه حکومت نه دی جوړ شوی.

هغه وویل: «که د همه شمولیت معنی دا وي چې د افغانستان مختلف قومونه په دې نظام کې برخه ولري. هغه خو شته دي او که د همه شمولیت معنی دا وي چې د شل کلن جهاد پر وخت کې د پردیو غلامان، غلا او چور چاپول خلک په دغه حکومت کې برخه ولري، دا نه امارت او نه یې د افغانستان غیرتي مسلمان ولس زغملی شي.»

غونډه کې د خوست یوشمېر قومي مشرانو او دیني علمانو له سرپرست حکومت د غلام‌خان بندر د ترانزېټ او په خپلو سیمو کې د ځینو پروژو او د بیارغونې کارونو د پیلېدوغوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې افغانان د افغانستان راتلونکې ته اندېښمن دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button