طالبان: ډېرژربه یوتوافق ته ورسېږو
طالبان: ډېرژربه یوتوافق ته ورسېږو ددوحه دفتر سياسي وياند ډاکټر محمد نعيم وردګ ميډيا ته ويلي چې د دوشنبې په ماښام د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د طالبانو مذاکراتي پلاوۍ د تماس ټيم د خبرو د مهال ویش پر څرنګوالي خبرې اترې شوي.
ښاغلي وردک زیاته کړه چې نن په عمومي غونډه کې د جوړېدو د چمتووالي په اړه بحث او توافق وشي.بايد وويل شي چې د افغان دولت ټيم په وار ، وار ميډيا ته ويلي چې د دوی په اجنډا اوربند اولیت لري چې لوکړی اوربند وشي بيا به وروسته نوري د سولي خبري پیل شي تېره ورځ د طالبان د مرکچي پلاوي غړي ملا عبدالحق وثيق رسنيو ته ويلي چې په دغه موضوعاتو به طالب او د افغان دولت مرکچي پلاوی ډير ژر يوې توافق ته ورسيږي.
د وثيق په خبره د خبرو پيل به له هغو خبرو څخه کوو چې اسانه او د دواړه لوريو ترمنځ پرې توافق ژر وشي .که څه هم د سولي د بین الافغاني خبرو لومړنی ورځ په ډير دوستانه ماحول کې د ګڼو هيوادنو د بهرنيو چارو وزيرانو او سياسي استازو په شتون پيل او پای ته ورسيده.د طالبانو د قطر دفتر سياسي وياند ډاکټر نعيم د افغان حکومت او طالب مرکچي پلاوی دهوګړې خبره په داسي حال کې تر سره کيږي.چې تيره شپه د پاکستاني پوځ مشر جنرال باجوه او د سولې په چارو کې د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د افغان سولي په سره خبري اتري وکړي.
د پاکستان د پوځ وياند افتخار بابر په خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه او د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر افغان سوله او سيمې پر امنيت خبري اتري وکړي.دا دسولي له خپل منځي خبرو وروسته د زلمي خليلزاد لومړی سفر دی چې پاکستان هيږاد ته يې کوي.داسي ويل کيږي چې پاکستان د امريکا د فشار له امله طالبان د یولې بين الافغاني خبرو ته کينول.
هېره دې نه وي چې چې د بين الا افغاني خبرو په لومړۍ غونډه په ډيره دوستانه ماحول کې تر سره شوه د دواړو لوريو مشرانو په خبرو کې ډير نرمښت ښکاريده تر ډيره بريده داسي ښکاريدل چې داوړه لوري له جکړي څخه ستړي او ددې شل کلنې جکړي د پای ته رسيدو په حل لارو يې ډېر ټيګار کړۍ.
دا په داسي حال کې ده چې د خپل منځي خبرو د پيل راهسي په افغانستان کې جکړې زور نيولی تيره ورځ طالبانو د افغانستان په ۲۹ ولايتونو کې بريدونه کړي وو.اوس وخت باید دواړه لورې یو جوړ جاړي ته ورسیږي. اوس باید نوره جګړه ختمه شي او دواړه لورې په داسې یو توافق سره سلا شي چې نور رور وژنه ونشي او افغانستان د امن فضا ته ورداخل شي.