نړیوال خبرونه

طالبان: ډېر ژر به د ټول شموه اسلامي حکومت شاهدان اووسو

طالبان وايي، په افغانستان کې د راتلونکي نظام د جوړېدو په اړه له یوشمېر افغان سیاستوالانو سره خبرې کوي او یو پلاوی له کابله دوحې ته ځي.تر څو یو نتیجې ته ورسېږو.

په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر ویاند ښاغلی محمد نعیم وویل، پلاوی به یې ژر دوحې ته ولاړ شي خو کله به ځي، نوموړي یې نېټه و نه ښودله.خو بلخوا د اګست پر ۱۵مه نېټه د طالبانو د ارشاد او دعوت کمېشن مشر امیر خان متقي ویلي دي، د واک لېږد روښانه دی او راتلونکی نظام د هغه چا دی چې اوس پر ټول وطن افغانستان حاکم دي.

fb img 1629167681551

خو د هغه تر خبرو وروسته په قطر کې د دې ډلې یوه بل غړي سهیل شاهین په یکشنبه اسوشیېټېډ پرېس ته وویل، د ټول ګډونه اسلامي حکومت د جوړېدو لپاره خبرې پیلوي.ده زیاته کړې، د واک د انحصار فکر کې نه‌دي او د یوه ټول‌ګډونه، اسلامي حکومت د جوړولو لپاره له ټولو افغاني جهتونو سره خبرې پیلوي.

خو له افغانستان تر اوسه د دې خبرو د پخلي خبره یوازې پخواني ولسمشر حامد کرزي کړې ده.هغه بېګا شپه بي‌بي‌سي ته وویل، له طالبانو سره د راتلونکي نظام د جوړېدو په اړه د خبرو لپاره دوحې ته ځي.کرزي زیاته کړه، زلمي خلیلزاد ده ته ټیلیفون کړی او ترې یې غوښتي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره قطر ته سفر وکړي.

هغه ونه‌ویل چې دا سفر به کله وشي، خو ټینګار یې وکړ چې له طالب مشرانو سره د سولې او امنیت د راتلو لپاره اړیکه کې دی.بل پلو د افغانستان یوشمېر سیاستوال لکه محمد یونس قانوني، محمد کریم خلیلي، صلاح‌الدین رباني، احمد ضیا مسعود، احمد ولي مسعود، لطیف پدرام، خالد نور چې د اګست پر ۱۵مه پاکستان ته تللي ول، نن یې د هغه ملک د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره ولیدل.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button