سیمه ییز خبرونهنړیوال خبرونه

طالبانو یوه اعلامیه کې پر فلسطین د اسراییلو برید وحشت بللی

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر غزې د اسراییلو بریدونه غندلي او وحشت یې بللی

اسراییلو وروسته له هغه پر حماس ډلې هوايي بمبار ته زور ورکړ چې هغوی پر اسراییلو شاوخوا ۵۰۰۰ توغندي وتوغول او ویره یې په کې ښکاره کړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن شنبه د (تلې ۲۲مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره، د غزې په تړانګه د اسراییل بریدونه، په فلسطینیانو د اوبو، برېښنا او خوراکي توکو بندول او تر یو مېلیون ډېرو فلسطینیانو ته له دغې سیمې د وتلو حکم «ستر انساني وحشت» یاد کړی دی.

نور ولولئ: د اسراییل او حماس جګړه؛ یوه برتانوي هوايي شرکت تل ابیب ته الوتنې وځنډولې

په خبرپاڼه کې طالبانو له فلسطین سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او له نورې اسلامي نړۍ یې غوښتي، چې د «مظلومو» فلسطینیانو لاسنیوی دې وکړي.

پر نړیوالو سازمانونو نیوکه

په خبرپاڼې کې راغلي:« هغه هېوادونه او سازمانونه چې په نورو خپلواکه هېوادونو کې د لاسوهنو لپاره د انساني او بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو د حقوقو له موضوع استفاده کوي، هغوی نن ولې د وحشت سره مخ فلسطیني ښځو، نارینه‌وو او ماشومانو په ښکاره حق تلفیو او مظلومیت ته چوپه خوله دي او یا هم د غاصبینو ملاتړ کوي؟»

خبرپاڼه زیاتوي:«په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د سازمان او د امنیت د شورا حیثیت او مؤثریت هم ټولې انساني ټولنې ته جوتیږي.»

نور ولولئ: د اسراییل او حماس جګړه؛ غزه کې وضعیت څنګه دی؟

خبرپاڼې د غزې تړانګې له شمالي سیمو د څه باندې ۱.۲ مېلیونه فلسطینیانو د جبري بې‌ځایه کېدو هڅه او د فلسطیني سیمو پلان شوی الحاق یو «جنګي جنایت» بللی او ویلي یې دي، چې په دې اړه د نړۍوالو جوړښتونو غير مؤثر دريځ د اوسني نړۍوال نظم بې‌ساري ناکامي ښيي.

د فلسطین قضیې ته د رسېدو غوښتنه

د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې دوی په ټوله نړۍ په ځانګړې توګه په اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاریو په سازمان غږ کوي چې د فلسطین قضيې ته ژر تر ژره رسېدنه وکړي او د اسراییل د «وحشت» او بې مهاره اقدامونو مخه دې ونیسي؛ کنه د دوی په وینا هلته د روانو حالاتو په پایله کې د هر ډول انساني ناورین مسوولیت به د ټولو په غاړه وي.

د یادونې وړ ده چې اکثره کارپوهان طالبان هم د مسلمانانو په ځانګړي توګه د افغانانو په عام وژنه تورنوي ځکه هغوی په عامه او نورو ځایونو کې موټر بم بریدونه او نورې حملې کولې.

د فلسطین او اسراییلو جګړه تر ټولو وحشتناک حالت ته داخله ده او زیات شمېر فلسطینیان په کې قربانیان دي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button