افغانستان

طالبان: یوولس ورک ماشومان مو خپلو کورنیو ته سپارلي

طالبان وايي چې دوی هغه یوولس ماشومان چې له کورنیو ورک وو، موندلي او له کورنیو سره یو ځای کړي دي

د طالبانو کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي ۱۱ ورک ماشومان يې له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي.

د طالبانو کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، تازه یې د سرپل، بادغیس او بدخشان ولایتونو ۱۱ ورک شوي ماشومان بېرته له خپلو کورنیو سره یو ځای کړي دي.

د دوی په خبره دغه ماشومان چې له ایرانه را اړول شوي دي، د هغوی کورنیو ته یې له ضمامت اخیستلو وروسته سپارلي دي.

دغه ماشومان په دریو ولایتونو کې سپارل شوي

دغه وزارت نن چهارشنبه د (سلواغې څلورمه) په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې د دریو ولایتونو سرپل، بادغیس او بدخشان ۱۱ ماشومان یې د هغوی له کورنیو سره له اړیکو نیولو او پېژندلو وروسته ورسپارلي دي.

نور ولولئ: له کتاب پلورنځیو سیاسي او مذهبي کتابونو راټولول؛ طالبان یې د ذهني انحراف مخنیوی بولي

نور ولولئ: تحریک طالبان پاکستان: موږ له اسلام اباد سره په مذاکراتو باور نه لرو

یاد وزارت وايي، دغه ماشومان په هرات ولایت کې د جګړې ماشومان (وار چایلډ) دفتر له لوري په سرپل او باغیس ولایتونو کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو ته سپارل شوي وو.

gel7v8jwyaai40r

د وزارت د معلوماتو له مخې د دغو ماشومانو له ډلې یو یې ۱۲ کلن او د بدخشان اوسېدونکی دی چې ۳۵ ورځې وړاندې ورک شوی و.

د کډوالو راتګ او د کورنیو د غړو نادرکه کېدل

دغه ماشومان په داسې حال کې خپلو کورنیو ته سپارل شوي چې په ورستیو دریو میاشتو کې د پاکستان او ایران له لوري افغان کډ‌وال په زوره له دغو هیوادونو ایستل کیږي او ډیری وختونه د کورنیو غړي له یو بل څخه جلا شوي هم وي.

له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق په خپلو خپرو شویو راپورونو کې تل د افغان ماشومانو په اړه اندېښنې ښودلې او ویلي یې دي چې، په دغه هیواد کې د بې وزلۍ، وچکالۍ او داخلي کډوالۍ له امله ماشومان اړ شوي چې درانه کارونه وکړي او یا خپل هیواد پرېږدي.

د یاودنې وړ ده چې په افغانستان کې د طالبانو بیا واک ته له رسېدو سره له دغه هېواده د افغانانو وتل زیات شوی او تر ټولو ډېر انساني قاچاق هم پر افغانانو کېږي چې زیاتره ځوانان یې ایران، ترکیه او نورو هېوادونو کې ورک او د ځینو جسدونه موندل شوي دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button