تجارت خبرونه

طالبان: ۱۰ میاشتو کې ۱۲۲ میلیارده افغانۍ صادرات شوي

د طالبانو د مالیې وزارت وايي، په تېرو ۱۰ میاشتو کې له افغانستانه د ۱۲۲ مېلیارده افغانیو صادرات شوي دي

د طالبانو د مالیې وزارت ادعا کړې، چې په تېرو لسو میاشتو کې له افغانستانه نورو هېوادونو ته د ۱۲۲ مېلیارډه افغانیو په ارزښت سوداګریز توکي صادر شوي دي.

له دغه وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغو صادر شویو توکو ستره برخه وچې او تازه مېوې، مالوچ او تازه سابه وو.

په دې صادراتو کې کوم توکي ډېر شامل دي؟

خبرپاڼه کې راغلي، چې له هغې ډلې د ۴۳ مېلیارده افغانیو په ارزښت وچه او تازه مېوه، د ۱۶ مېلیاردو په شاوخوا کې مالوچ او د پاتې ۱۷ مېلیارده افغانیو په ارزښت تازه سابه وو چې پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.

د اشرف غني اقتصادي طرحې؛ د منځنۍ اسیا هېوادونه اوس دلته اقتصادي ګټې لټوي

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغو صادر شویو اقلامو کې د تېرو کلونو پرتله زیاتوالی راغلی؛ خو دا یې نه دي ویلي، چې د دغه زیاتوالي سلنه څومره ده.

نور ولولئ: ملا برادر: ایران دې د برښنا تولید برخه کې همکاري وکړي

نور ولولئ: ملا برادر له طالبي ادارو وغوښتل چې د پانګه‌والو خوندیتوب ته پام وکړي

نور ولولئ: وزارت مالیه:تېرودوواونیوکې عواید زیات شوي

تر دې وړاندې افغان سوداګرو شکایت کاوه، چې د افغانستان د میوو دانو د حاصلاتو پر مهال ډېر ځله د پاکستان له‌خوا پر دوی لارې بندېږي او د دوی صادراتي توکي د ډیورنډ د فرضي کرښې ها خوا ایسارېږي، چې له امله یې سوداګرو ته هره پلا مېلیونونه ډالر زیان اوړي.

په ورته وخت کې د افغانیو د کنترول هڅې

طالبان هڅه کوي چې د افغاني کرنسۍ د کنترول لپاره ډالر بازاد ته وړاندې کړي. تېره ورځ د افغانستان بانک خبر ورکړ چې دوی به دغه اوونۍ ۱۷ میلیونه ډالر بازار ته وړاندې کړي.

د طالبانو په وینا، په نړيواله کچه افغانۍ د غوره ثبات لرونکو پولي واحدونو په کتار کې ده او ارزښت يې لوړ شوی دی.

dollor۱

څو میاشتې وړاندې یوې امریکايي رسنۍ بلومبرګ تازه په یوه راپور کې ویلي و چې ۲۰۲۳ کال کې «افغانۍ» له کولمبیا او سریلانکا وروسته د درېیم باثباته پولي واحد ځای خپل کړی دی.

په دغه راپور کې لیکل شوي چې له افغانستان میلیارډونه ډالره بشري مرستې او له اسیايي ګاونډیانو سره د دغه هېواد د سوداګرۍ پراختیا لامل شوې چې «افغانۍ» په دغو درېوو میاشتو کې د نړیوالې درجه‌بندۍ سر ته راولي.

خو لا هم په افغانستان کې افغان سوداګر له بانکي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. دوی وايي چې که افغانستان د نړیوالو له لوري په رسمیت ونه پېژندل شي، دا ستونزې به همداسې پاتې وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button