کورني خبرونه

طالب ویاند: د حکمتیار خبرې بې اساسه دي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، دوی له چا سره د ټولګډونه حکومت ژمنه نه ده کړې

افغانستان کې د طالبانو حکومت د اسلامي حزب د مشر، ګلبدین حکمتیار، هغه څرګندونې رد کړې، چې ویلي یې وو، امریکا له طالبانو غوښتي چې د دوحې له هوکړې سره سم په افغانستان کې ټولګډونی حکومت جوړ کړي.

ښاغلي حکمتیار خپلو پلویانو ته یوه انلاین غونډه کې دا ادعا هم کړې وه، چې امریکا طالبانو ته د ټولګډوني حکومت لپاره یو نوملړ هم ورکړی دی.

نور ولولئ: تازه: ګلبدین حکمتیار وايي، امریکا له طالبانو غوښتي چې د دوحې له تړون سره سم ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي

ښاغلی حکمتیار چې کابل کې اوسېږي او وخت ناوخت د افغانستان پر سیاسي وضعیت نظر څرګندوي له خپلو بهر مېشتو پلویانو سره یوه انلاین غونډه کې ویلي امریکا طالبانو ته په ډاګه کړې که د دوحې تړون له مخې ټول ګډونی حکومت رامنځته نه کړي نو د طالبانو د مخالفینو ملاتړ به وکړي.

د طالبانو پر وړاندې د امریکا چلند

نوموړي ويلي، “ويل کېږي امریکا په دې شپو ورځو کې خپله لهجه بدله کړې، د طالبانو په ارتباط يې هم په مواقفو کې تبديلي راغلې او حتی ګواکې له امارت اسلامي يې غوښتي چې د دوحې د معاهدې مطابق بايد ټول شموله حکومت جوړ شي او حتی ويل شوي چې يو فهرست يې هم هغوی ته ورکړی او وضاحت يې بايد د اسلامي امارت له لوري وشي. ورته ويلي يې دي که دا شرایط ونه منل شي او په دې ژمنې عمل ونشي بيا به امريکا د مخالفينو مرسته کوي. ”

ښاغلی حکمتیار له افغانستانه بهر د طالبانو د مخالفو سیاسي څېرو او ډلو له خوا ناستې ته په اشارې ويلي، “داسې معلومېږي چې شايد د پردې تر شا څه وي. ”

نور ولولئ: ستانکزی: له زده‌کړو سره مخالفت له ملت سره جفا او ظلم دی

نوموړی زياته کړې، “په رسنيو کې د امریکايي چارواکو اظهارات هم دا ښيي او له لهجې يې هم داسې معلومېږي چې امريکا د افغانستان په تړاو نوې منسوبه لري او شايد غوښتنه يې هم دا وي چې د دوحې په معاهدې عمل وشي، اساسي برخه د دې معاهدې همغه ده چې بايد ټولګډونی حکومت جوړ شي. ”

د طالبانو له لوري د حکمتیار څرګندونې ردول

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له دې څرګندونو وروسته پر اېکس یوه بیان کې د ښاغلي حکمتیار دا څرګندونې رد کړې.

نوموړي ویلي د امریکا لخوا دوی ته د ټولګډوني حکومت د جوړېدو په اړه خبرې او د نوملړ ورکولو ادعاوې حقیقت نه لري.

ښاغلي مجاهد ټینګار کی چې طالبانو هېڅکله هم له چا سره د دا ډول حکومت د جوړېدو ژمنه نه ده کړی.

د طالبانو ویاند حکمتیار ته په خطاب کې ویلي، د هغې خبرې سمې نه دي او د ده په ټکو د هېواد مشران بايد بې سنده خبرې ونه کړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button