عام وګړي د پاسپورټ د وېش بهیر پر درېدو نیوکه کوي
د کابل ځينې اوسېدونکي د پاسپورټ د وېش بهیر پر درېدو نیوکه کوي او وايي چې له هېواده بهر د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره پاسپورټ ته اړتیا لري.
پاسپورت نه دی صادر شوی
دوی ادعا لري میاشتې کېږي، چې د پاسپورټ د اخیستو انلاین فورم یې ډک کړی؛ خو تر اوسه د پاسپورټ په اخیستو نه دي بریالي شوي. جاوېد د خپلې مور د درملنې لپاره پاسپورټ ته اړتیا لري، خو له څلور میاشتې انتظار وروسته هم پاسپورټ نه دی ورکړل شوی. د پاسپورټ غوښتونکی جاوېد وايي:«مور مې کابو څلور ځله عملیات شوې او ښه شوې نه ده او ناهیلې شوي یوو او غواړو چې هندوستان ته یې بوځوو؛ خو دلته چې راغلوو تراوسه زموږ ستونزه حل شوې نه ده.
نور یی ولوله | د ښوونځيو د پرانیستلو لپاره د ارزګان د دیني عالمانو او ښوونکو غوښتنه
نور یی ولوله | د افغانستان تر تولو مشهور او لوي جومات
د کابل اوسېدونکي
د کابل اوسېدونکي مسیح الله هم وویل:«څو میاشتې کېږي چې د پاسپورټ نوملیکنه مې کړې ده خو پاسپورټ مې ترلاسه کړی نه دی. د کابل بل اوسېدونکی سید الهام هم څرګندوي:«د پاسپورټ له ریاسته هیله لرو چې د پاسپورټ د وېش بهیر دوام ولري او د کمېشن کارانو مخه ونیسي
د کورنیو چارو وزارت
د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي، چې د پاسپورټونو د وېش بهیر د تخنیکي ستونزو له امله درېدلی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي:«د پاسپورټ د وېش بهیر د تخنیکي ستونزو له امله درېدلی دی او کله چې دغه ستونزه پای ته ورسېږي، د وېش بهر به هم پيل شي. څه باندې دوه اوونۍ کېږي، چې په پلازمېنه کې د پاسپورټونو د وېش بهیر درېدلی دی او څرګنده هم نه ده،چې کله به بېرته پېل شي.